د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انګلستان په وړاندې


ارشیف، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځيني لوبغاړي
ارشیف، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځيني لوبغاړي

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او انګلستان ترمنځ دا مهال د مانچسټر په اولډ ټرافورد لوبغالي کې لوبه روانه ده.

دا سیالي د افغانستان په وخت کې د ماسپښین په ۲ بجو پیل شوې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دې مسابقې د لیدو لپاره لوبغالي ته ورغلی.

د افغانستان د لوبډلې تېز بالر افتاب عالم لوبغالي ته د ولسمشر ورتګ تشویقوونکی بللی.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او انګلستان د کرکټ مسابقې د لیدو په حال کې
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او انګلستان د کرکټ مسابقې د لیدو په حال کې

افغانان هیله لري چې د افغانستان ملي لوبډله نن په ‌دې سیالۍ کې بریالۍ شي.

افغانستان په خپلو تېرو ۴ لوبو کې د استرالیا، نیوزیلنډ، سریلانکا او جنوبي افریقا په وړاندې ماتې خوړلې دي.

خو د انګلستان د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ایئن مورګن تر دې مخکي ویلي، افغانستان یو غښتلی ټيم دی او لا هم په دغو سیالیو کې د لوبو د ګټلو چانس لري.

د دي سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا بنګله دېش د تمې خلاف ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او د سیالیو په جدول کې یې پنځم ځای خپل کړ.

د سیالۍ ټاس بنګله دېش وګاټه او ویسټ انډيز ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

ویسټ انډيزۍ لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۲ منډې هدف وټاکه چې بنګله دېش لوبډلې یاد هدف په ۴۲م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د بنګله دېش لوبغاړي شکېب الحسن تر نورو ډېرې (۱۲۴) منډې وکړې.

XS
SM
MD
LG