که څه هم دا چې څه وخت اختر دی سبا که بل سبا؟ پهدې اړه رسمي اعلان نهدی شوی، خو کابل ښاریان ډېری پهدې باور دي چې نن د روژې وروستۍ ورځ او سبا سې شنبه د اختر لومړۍ ورځ وي.
نن دوشنبه له همدې امله د کابل ښار ګڼه ګوڼه ډېره او خلک د اختر میوې د اخېستلو لپاره راوتلي دي.
د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان له دې وضعیت نه یو ښاري راپور برابر کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: