په تېر یوه کال کې د افغانستان په کچه څه باندې درې زره کسان د مخدرو موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د عملياتو عمومي رئيس جنرال عصمت الله بلوڅ په ننګرهار کې د نيول شويو نشهيي توکو د سوځولو پر مهال رسنيو ته وويل، د افغانستان په کچه د يوه کال په بهير کې ۶۳۰ ټنه بېلابېل نشهيي توکي نيول شوي او پهدې په تړاو یې څه باندې درې زره کسان عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي:
دی وايي: "د افغانستان په سطحه شپږ سوه دېرش ټنه بېلابېل نشهيي توکي نيول شوي او په دې تړاو درې زره او دوه سوه تنه هم نيول شوي چې محاکمو ته سپارل شوي دي."
د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرقيب مبارز وايي، دغه نشهيي توکي چې د سرخ ديوال په سیمه کې يې وسوځول، د تېرو شپږو مياشتو په جريان کې د مختلفو عملياتو په نتيجه کې نيول شوي وو.
دی وايي:"دا مخدره مواد له شپږو میاشتو راهیسې نیول شوی وو، نن د ننګرهار د والي او کابل څخه د راغلي پلاوي په حضور کې وسوځول شول. دا مخدره مواد چې ۱۳۶۵۸ کیلو ګرامه کېږي په ۳۱۷ قضیو پورې اړه لري."
په ورته وخت کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د نشهيي توکو د کښت او قاچاقو پرضد يې کمپاینونه روان ساتلي دي.
دی وايي، د نشهيي توکو د کښت او قاچاقو اصلي ګټه جنايي او تروريستي ډلو ته رسېږي: "د دې موادو له قاچاقو نه جنایي ډلې او ترهګر استفاده کوي او اصلي ګټه یې هغوی ته رسېږي، دهقانانو ته نه رسېږي، دهقانانو ته يې لږ ګټه رسېږي، خوشبختانه چې په ننګرهار ولايت له نشهيي موادو سره د مبارزې هڅې زیاتي شوي دي."
د ننګرهار ولایتي اداره وايي، پهدې وروستیو کې افغان ځواکونو د قاچاقي موادو پرضد مبارزه پيل کړې ده.
د کتونکو په اند په ډېری سیمو کې د وسلهوالو ډلو موجوديت او ناامنۍ اساسي لاملونه په هغو سیمو کې د نشهيي توکو کښت او قاچاقو زمينه برابره کړې ده.
دوی وايي، که د نشهيي توکو د کښت او قاچاقو مخه و نه نيول شي، په هېواد کې د ناامنۍ مخنيوی ستونزمن دی.
راپور: شاه محمود شینواری
د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: