طالبانو پرون د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د حکومت ځانګړي استازي مارکوس پوتځِل «Markus Potzel» وړمه ورځ په قطر کې د طالبانو له مرستیال مشر ملا برادر سره وکتل.
د طالبانو د مشر ملا هبتالله مرستیال ملا برادر هغه کس دی چې په ۷۰مه لسیزه کې یې له ملا محمد عمر سره یوځای د طالبانو د تحریک بنسټ ایښی و او اوس مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشري کوي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پرون یکشنبه په یوه بیان کې وویل چې ملا برادر او پوتځل د شنبې په ورځ په خپله کتنه کې د افغانستان د کړکېچ د سولهییز حل پر بېلابېلو اړخونو او پهدې برخه کې د جرمني د ونډې په اړه خبرې وکړې.
د شاهین په وینا د جرمني ځانګړي استازي طالبانو ته د سولې په برخه کې د خپل هېواد د مثبت رول ډاډ ورکړ.
د طالبانو په بیان کې همداراز ویل شوي چې ښاغلي پوتځل په دوحه کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره د دوامدارو تماسونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
مارکوس پوتځل د ۲۰۱۴- ۲۰۱۶ میلادي کلونو ترمنځ په افغانستان کې د جرمني د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې.
په روانه میلادي میاشت کې دا دوهم ځل دی چې پوتځل او ملا برادر په قطر کې سره ګوري.
د دوی مخکېنۍ کتنه د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه وه او دواړو خواوو هغه مهال هم؛
- د افغانستان د کړکېچ د سولهییز حل.
- د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د دوام.
- او د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي د لارو چارو په اړه خبرې کړې وې.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی او د طالبانو مرستیال مشر وروسته له هغه سره ګوري چې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ په قطر کې د خبرو شپږم پړاو څو ورځې مخکې پای ته ورسېد.
پهدې خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کوله.
د قطر د خبرو د بل پړاو نېټه تر اوسه نهده ټاکل شوې.