سپینه ماڼۍ پر یو شمېر پوځي انتخابونو غور کوي چې له مخې ښايي منځني ختیځ ته یو لک او شل زره سرتیري واستول شي.
امریکا وايي، دا ګام د ایران لهخوا پر امریکايي ځواکونو د برید او یا د اټمي وسلو د جوړولو لپاره د ایران د هڅې د مخنیوي لپاره پورته کېږي.
دا خبره نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو شمېر امریکايي چارواکو په حواله کړې ده چې نومونه يې نهدي یاد شوي.
د دې سرچینو په وینا د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شانهان دا پلان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امنیتي سلاکارانو په وروستۍ غونډه کې وړاندې کړی دی.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې پهدې پلان کې پر ایران د ځمکني پوځي یرغل غوښتنه نهده شوې .
سپینې ماڼۍ او دفاع وزارت یا پنټاګون تردې دمه پهدې اړه کومه تبصره نهده کړې.
په منځني ختیځ او په ځانګړي ډول په فارس خلیج کې د امریکا له لوري د پوځي ځواک د زیاتولو خبرداری په سیمه کې وضعیت ترینګلی کړی دی.
متحده ایالاتو تېره اوونۍ خپله یوه الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ خلیج ته واستوله او «بي ۵۲» الوتکې يې په قطر کې په خپلې پوځې اډه کې ځای پرځای کړې.
اخوا بیا ایران د متحده ایالاتو وروستي ګامونه او خبرداری یوه تبلیغاتي او رواني جګړه بللې ده.
ایران له خپل لوري ګواښ کړی دی چې که فشارونه پرې زیات شي، نو د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې ځینې مهمې برخې به عملي نهکړي.
متحده ایالات د تېرکال په جون میاشت کې له ایران سره له اټمي موافقې ووت او پر ایران يې اقتصادی بندیزونه زیات کړل.
د امریکا ولسمشر ټینګار کوي چې د ۲۰۱۵میلادي کال موافقه چې جرمني، فرانسې، بریتانيا، چین او روسيې هم لاسلیک کړې ده، د اټمي وسلو د جوړولو لپاره د ایران د هڅو مخه نهشي نیولی.
ایران ټینګار کوي چې اټمي پروګرام يې د سولهییزو اهدافو لپاره دی.