د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۹
د کابل د شهرنو د پېښې یو انځور
د کابل د شهرنو د پېښې یو انځور

رحیمي: د کابل پر کاونټر پارت مؤسسې حمله د ۵ بریدګرو په وژلو پای ته ورسېده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې پر کاونټر پارت خیریه مؤسسې برید ...

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، پر کونټر پارت موسسه حمله کې ټول پنځه بريدګر وژل شوي دي.

نصرت رحيمي د دغه حملې تر ختمېدو وروسته يوې خبري غونډې ته په وینا کې وويل چې په ياده حمله کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۴ ټپيان شوي چې په ټپيانو کې يو بهرنى هم شامل دى.

ښاغلي رحيمي زیاته کړه چې په وژل شويو کې د ځانګړو ځواکونو يو سرتېرى او يوه ښځه هم شامل ده.

د ده په خبره تر ۲۰۰ زيات کسان ژغورل شوي دي.

د کابل په کونټر پارټ موسسه دا حمله نن غرمه مهال پیل شوه او ماښام مهال پاى ته ورسېده.

دا حمله د ولسمشر غني, يوناما دفتر او په کابل کې د امريکا د سفير له خوا غندل شوې ده.

د پېښې مسووليت طالبانو منلى دى.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته وايي چې د کابل ښار د شهر نو سیمې له چاودنې ۹ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي مایار د دغو ټپيانو د هویت په اړه معلومات ورنه کړل.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

د اېمرجنسي روغتون د ټپیانو د راجستر کولو د برخې یوه مسؤل د ازادي راډیو خبریال ته وايي چې د کابل ښار د شهرنو سیمې له پېښې ۱۴ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د کاونټر پارټ مؤسسې لومړی پوړ تصفیه کړی او د دغې مؤسسې ۱۵۰ تنه کارکوونکي یې ژغورلي دي.

د دغه وزارت په وینا، د نورو کارکوونکو د ژغورلو لپاره تصفیوي عملیات روان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي، له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر چې د کابل ښار شهرنو کې د پېښې په سیمه کې له حمله کوونکو پاتې شوی، د تخنیکي ټیم له‌خوا به چاودنه ورکړل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG