د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

خليل‌زاد به نن په دوحه کې له طالب استازو سره شپږم پړاو خبرې بیا پیل کړي


جریان مذاکرات زلمی خلیل‌زاد با نماینده‌گان طالبان در قطر، د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۲۶مه
جریان مذاکرات زلمی خلیل‌زاد با نماینده‌گان طالبان در قطر، د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۲۶مه

د افغان حکومت اجرائيه ریاست وايي، په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ د خبرو نتيجې ته سترګې په لاره دي.

د دې رياست د وياند مرستيال امید میثم وايي، تمه لري زلمی خليل‌زاد له طالبانو سره په خبرو کې د بین‌الافغاني مذاکراتو اړوند لاسته راوړنې ولري.

دی وايي:

"زموږ نړیوال همکاران د پروسې د اسانه کوونکو رول لوبوي چې د خبرو مستقیمه زمینه برابره شي. همداسې لکه ښاغلي خلیل‌زاد چې اشاره کړې، څلور موضوعات چې هغوی اعلان کړي چې د دوی او طالبانو ترمنځ به ورباندې د خبرو تمرکز وي. له هغو څخه یوه موضوع د بین‌الافغاني خبرو مسئله ده. له امریکا زموږ تمه دا ده چې د هغو هڅو نتيجه دا شي چې موږ بین‌الافغاني خبرو ته ورسېږو."

ارشیف، د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم, 25May2016
ارشیف، د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم, 25May2016

ښاغلي میثم پرون دوشنبه ماښام ازادي راډيو ته وويل، د بین‌الافغاني خبرو په خاطر د ټول‌شموله پلاوي ټاکلو په برخه کې د حکومت هڅې دوام لري.

ښاغلی میثم زیاتوي:

"هغه پلاوی چې هم افغان حکومت او د هغو ټولو لورو چې د مدني ټولنې، ښځو د حقونو او اغېزناکو سیاسي جریاناتو استازيتوب وکړای شي، پر جوړولو یې کار دوام لري او معرفي به شي، خو هغه څه چې مهم دی باید له طالبانو سره د مستقیمو خبرو زمینه برابره شي چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته لاره پرانیستل شي. "

ټاکل شوې ده د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له طالبانو سره د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی ايښودو په هدف نن سې شنبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو ځل بیا خبرې پیل کړي.

په‌دغو خبرو کې د دوشنبې په ورځ د روژې میاشتې د لومړۍ ورځې په خاطر وقفه راغله.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهیل شاهین پرون ماښام ازادي راډيو ته وويل، له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو په اړه او دا چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې نه‌کارېږي، پر دغو موضوعاتو به تمرکز کېږي او خبرې به د ځايي وخت د سهار له ۱۰ د مازیګر تر درېيو بجو دوام وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهیل شاهین

خو زلمي خليل‌زاد د شپږم دور خبرو په لومړۍ ورځ د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل، د سولې ترلاسه کولو په خاطر باید پر څلورو اړوندو موضوعاتو توافق تر لاسه شي.

د ده په وینا پر؛

  • له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل.
  • د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې تضمين.
  • بین‌الافغاني خبرې.
  • او د تاوتریخوالي کمول چې پر هر اړخيز اوربند ولاړ وي

موضوعاتو به د خبرو تمرکز وي.

ده لیکلي چې تر هغه وخته چې د دغو څلورو موضوعاتو په اړه توافق نه‌وي شوی هېڅ نتيجه به نه‌اخیستل کېږي.

د راپور له مخې، امريکا او طالبان له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش جوړولو او په‌دې هېواد کې د اوربند رامنځته کولو پر سر اختلاف لري.

طالبانو ويلي چې تر هغه وخته چې امريکا مهالوېش نه‌وي اعلان کړی هېڅ اقدام نه‌کوي.

د طالبانو د ډلې يوه پخواني غړي سید اکبر اغا ازادي راډيو ته وويل چې د طالبانو او خلیل‌زاد په خبرو کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع طالبانو ته ډېره مهمه ده.

په افغانستان کې اوربند يوازې د خليل‌زاد غوښتنه نه‌ده.

د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې ۳۲۰۰ غړو د روژې د مياشتې پر مهال د اوربند غوښتنه کړې ده.

د مشورتي لویې جرګې په پای کې د ۱۷۵ طالب زندانیانو د ازادېدو اعلان وشو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چمتو دی چې دا پرېکړه‌لیک په جديت عملي کړي.

خو طالبانو نه‌يوازې د اوربند غوښتنه نه‌ده منلې، بلکې په عین حال کې يې د روژې مياشتې په رارسېدو سره د بغلان په ګډون په ګڼو ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG