د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۳

دنیا : مسکو د قطر د غونډې په لغوه کېدو خواشینی دی


دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، مسکو د قطر د غونډې په لغوه کېدو خواشینی دی.

په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو په دې عقیده دی چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مداخله د دې لامل شوه چې په قطر کې جوړېدونکې بین الافغاني خبرې لغوه شي.

ورځپاڼې د سپوټنیک اژانس به حواله لیکلي، کابلوف دغه شان ویلي، مونږ په دې خواشیني شو چې د افغان حکومت اوسمهالي ولسمشر هڅه وکړه چې هغه مقررات چې د دغې غونډې لپاره جوړ شوي وو، بدل کړي او په دې توګه د دغې غونډې د جوړېدو مخه ونیسي.

په ورځپاڼه کې دا هم راغلي چې کابلوف ویلي، ستونزمنه ده چې په دې پوه شو چې مذاکرات په دوحه کې ځنډېدلي او که لغوه شوي دي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپانې په خپل یو مطلب کې لیکلي، ارګ د دوحې د ناستې تر لغوه کېدو ورسته ویلي چې اوس به ډېر د سولې د مشورتي لویې جرګې په جوړېدو تمرکز وکړي.

ورځپاڼه لیکي، ارګ دا کار په داسې حال کوي چې مخکې تر دې یو شمېر انتخاباتي ډلو دا جرګه تحریم کړې ده.

په مطلب کې راغلي، دغه انتخاباتي ډلې اوس وايي چې حکومت دې د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو پر ځای د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

د محمد واعظي په نوم د یوې انتخاباتي ډلې ویاند ورځپاڼې ته ویلي چې حکومت د هغو غونډو له جوړېدو چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لامل ګرځي، ډډه کوي.

د یوې بلې انتخاباتي ډلې ویاند محمد عارف کیاني بیا ورځپاڼې ته ویلي چې حکومت له پیله تر اوسه د جګړې او خبرو د ډګرونو لپاره پروګرام او ستراتېژي نه لري.

نوموړي دا هم ویلي چې ارګ د سولې په اړه هېڅ ډلې ته د خبرو کولو اجازه نه ورکوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د سولې د عالي شورا په حواله لیکلي چې د بین الافغاني خبرو لپاره هڅې دوام لري.

په مطلب کې وړاندې د دغې شورا په حواله راغلي چې د ځینو هېوادونو سره په همغږۍ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره هلې ځلې کېږي.

خو د مطلب لیکوال لیکي، دغې شورا دا نه دي ویلي چې دا مذاکرات به کله او په کوم هېواد کې وي.

XS
SM
MD
LG