د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۱

بزګران: ارزګان کې کوکنار کرل شوي او نېښ وهلو ته یې ۱۰ یا ۱۵ ورځې پاتې


ارشیف، په ننګرهار کې یو تن د نېښ وهلو په وخت کې, April 17, 2018
ارشیف، په ننګرهار کې یو تن د نېښ وهلو په وخت کې, April 17, 2018

د ارزګان ولایت بزګران وايي چې سږکال په‌دې ولايت کې ډېری بزګرو کوکنار کرلي او نیښ وهلو ته هم د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.

د دې بزګرو له ډلې څخه یو هم د ترینکوټ ښار اړوند د توری کلي اوسېدونکی ثناءالله دی.

ده ازادي راډيو ته وویل، کوکنار يې حاصل ته نږدې شوي او نېښ وهلو ته‌يې یوازې لس ورځې پاتې دي:

"ما سږ کال په خپله ځمکه کې کوکنار کرلي او نېښ وهلو ته یې لس ورځې پاتې دي. یوازې زما کوکنار حاصل ته نه‌دي رسېدلي، بلکې په ترینکوټ کې ټول کوکنار حاصل ته نږدې شوي او نېښ وهلو ته‌يې لس یا ۱۵ ورځې پاتې دي."

د دې ولایت مدني فعالان بیا د کوکنارو کښت ډېروالی او په‌دې برخه کې د حکومت بې غورۍ اندېښمن کړی دی.

احسان الله ولس‌مل ازادي راډیو ته وویل، که حکومت د کوکنارو کښتونه ناړوي، نو په ځوانانو کې به د معتادینو کچه نوره هم لوړه شي.

دی زیاتوي:

"تاسې وګورئ چې د ولايت مقام په څو مترۍ کې کوکنار کرل شوي دي. زموږ لويه اندېښنه دا ده چې په‌دې ولایت کې په دومره پراخه کچه کوکنار کرل کېږي او حاصل ته رسېږي، دلته بې‌کاري او جګړه هم ده، کله چې ځوانان بې‌کاره او جګړه روانه وي، ښکاره خبره ده چې ځوانان به نشو ته مخه کوي."

ښاغلی ولس‌مل وايي، که حکومت غواړي چې په‌دې ولایت کې د جګړې ګراف راټیټ او ځوانان په نشو اخته نه‌شي، نو د کوکنارو کښتونه دې حاصل ته تر رسېدلو مخکې واړوي.

بزګرو ازادي راډيو ته وویل چې په راتلونکو لسو ورځو کې به د کوکنار حاصلات واخلي.

ارشیف، د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري وايي د دولت تر واک لاندې سیمو کې کوکنار اړول کېږي, April 9, 2019
ارشیف، د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري وايي د دولت تر واک لاندې سیمو کې کوکنار اړول کېږي, April 9, 2019

بل‌خوا د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو ته وویل چې دوی پلان لري د دولت تر واک لاندې سیمو کې کوکنار واړوي:

"موږ پلان لرو چې سږکال د کوکنارو کښتونه واړوو او په راتلونکي کال کې د ارزګان خلکو ته خبرداری ورکوو چې نور کوکنار و نه‌کري. موږ به هېڅ‌چا ته اجازه ور نه‌کړو چې زموږ تر واک لاندې سیمو کې کوکنار وکري."

سږکال د ارزګان چارواکي په‌داسې حال کې د کوکنارو د کښت اړولو خبر ورکوي چې په تېرو دوو کلونو کې هم دې ته ورته ژمنې کړې وې، خو پروسږ کال په ټول ارزګان کې یو جریب ځمکه هم له کوکنارو نه‌وه پاکه شوې او بزګرو په ډاډه زړه له کوکنارو څخه ترياک راټول کړل.

راپور: شریف الله شرافت

د دې راپور غږیزه بڼه دلته اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG