د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

سرچینه: مېلر له طالبانو سره په خبرو کې د جګړې او نښتې په کمېدو ټینګار کړی


ارشیف، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر ۰۷.
ارشیف، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر ۰۷.

د قطر خبرو اترو ته یوې نږدې سرچینې پژواک خبري اژانس ته ویلي، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په قطر کې د طالبانو سره خبرو کې هڅه کړې چې په‌دې هېواد کې سولې ته د نږدې کېدو لپاره جګړه او نښتې کمې شي.

پژواک خبري اژانس وايي، مېلر طالب استازو ته ویلي چې دا به تل د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو دفاع وکړي.

د پژواک خبري اژانس زیاته کړې چې په قطر کې د طالبانو استازي د جګړې پر کمولو غور کوي.

د افغان حکومت له‌خوا د خالد او د طالبانو له‌خوا د الفتح په نوم د عملیاتو له اعلان وروسته په وروستیو ورځو کې د افغانستان بېلابېلو برخو کې جګړو زور اخیستی.

XS
SM
MD
LG