د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۷

هېواد: د ملي مشورتي لویې جرګې مخالفت د څه لپاره؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ډېری ورځپاڼو بیا هم د سولې مشورتي لویې جرګې او د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، له اټکل سره سم ډاکتر عبدالله پسې نورو جریانونو او انتخاباتي ډلو هم د حکومت مشورتي لویه جرګه تحریم کړه، له دې تحریم سره د مشورتي لویې جرګې د جوړولو لپاره هېڅ د توجې وړ دلیل پاتې نه‌دی.

د ورځپاڼې د سرمقاله لیکونکي په وینا، که حکومت له دا ډول مخالفتونو سره سره بیا هم مشورتي لویه جرګه جوړوي، دا به‌یې د خپلو پلویانو یوه غونډه وي او هېڅکله هم د لویې جرګې عظمت او درنښت نه‌شي تمثیلولی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې چې د سولې لپاره د ملي مشورتي لویې جرګې مخالفتونه د څه لپاره؟

ورځپاڼې له مشورتي لویې جرګې سره د حکومت د اجرائیه مشر او د حنیف اتمر تر مشرۍ لاندې د سولې او اعتدال ډلې پرېکون ته په اشارې لیکلي، په افغانستان کې ستره ستونزه دا ده چې ګڼ کسان په داسې ملي تصمیم کې چې د وخت ستره غوښتنه ده، له ګډونه په شا کېږي.

د ورځپاڼې د سرمقاله لیکونکي په وینا، دا ملت ته نور شکونه هم راپورته کوي او په وینا یې دا د حل لار نه‌ده.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو لپاره د اجماع په جوړولو ټينګار کړی.

ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، د مشورتي لویې جرګې د جوړولو پر سر له وروستیو عکس‌العملونو څرګندېږي چې ارګ له مطرحو سیاسي څېرو سره مشورې نه‌دي کړي.

د ورځپاڼې په وینا، که چېرې د سولې مشورتي جرګه د مطرحو سیاسي څېرو، انتخاباتي نوماندانو او ګوندونو له حضور پرته ترسره کېږي دا جرګه به خپله موازنه له لاسه ورکړي او دا به یوازې د ښاغلي غني د انتخاباتي کمپاین یوه برخه وي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي چې د ملي وحدت حکومت مشران د سولې له پروسې او انتخاباتو سره سیاسي معامله کوي.

ورځپاڼې همدارنګه په انتخاباتي بهیر کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کړې.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي، سره له دې چې اوس‌مهال د هېواد شرایط داسې دي چې که یې واقعي ارزونه وشي، په بشپړ باور ویلی شو چې راتلونکي ولسمشریز انتخابات د نا ممکن تر بریده ستونزمن دي.

د ورځپاڼې د سرمقاله لیکونکي په باور، که د سولې روان بهیر ښه پر مخ ولاړ شي، معنی دا چې ټول لوري به سولې ته لومړیتوب ورکوي، بیا خو د انتخاباتو ترسره کېدل په خپله له لومړیتوبه لوېږي او بیا به یوه موده په کار وي چې طالبان د هېواد د سیاسي بهیر برخه شي.

خو د سرمقالې د لیکوال په باور، که د سولې روان بهیر له ناکامۍ سره مخ شي، بیا خو دوهم انتخاب د جګړې پراخېدل دي او دا طبیعي خبره ده چې هېواد به د مرګونو په کنده بدل شي او بیا د انتخاباتو پروسه پر انتخاباتو او ولسواکۍ ملنډې وهل دي.

XS
SM
MD
LG