- مسیر
د مسیر خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې چې عنوانيې دی "د ثبات او همپالنې ټیم دریځ او د راتلونکې مشورتي جرګې برخلیک" راغلي دي د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم ویلي چې د سولې لویه مشورتي جرګه د افغانستان د ستونزې هواري ته ګټوره نهده او ګډون پهکې نهکوي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د دې جرګې په اړه له وړاندې نیوکې موجودې وې، خو اوس دا دی سم نیم حکومت او د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي دا جرګه تحریم کړه.
د ثبات او همپالنې ټیم دریځ او د راتلونکې مشورتي جرګې برخلیک!
سرمقاله لیکونکی لیکي چې که څه هم افغان ولسمشر ویلي چې پهدې اړه به د ښاغلي عبدالله اندېښنې واوري، خو د سرمقالې په باور فکر نهکوي چې پهدې سره دې هم ستونزې حل شي.
د سرمقالې لیکوال فکر کوي چې له دې جرګې سره به اختلافات نور هم زیات شي، ځکه د ده په باور لا هم روښانه نهده چې جرګه په څه بحث کوي؟ او اصلي دندهيې څه ده؟
له جرګې سره د مخالفت بل لامل د سرمقالې لیکوال دا په ګوته کوي چې دا جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمایش جوړېږي او هڅه کېږي چې د هغه دریځ پیاوړی کړي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلي د جرګې په وړاندې له دې مخالفتونو وروسته که بیا هم دا جرګه جوړېږي، نو هېڅ لاسته راوړنه به ونهلري د میلیونونو ډالرو لګښت به هېڅ وي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د جرګې په اړه لا له وړاندې انتقاد موجود وو چې ولسمشر محمد اشرف غني له دې جرګې انتخاباتي ګټه اخلي.
د سرمقالې په پای کې غوښتنه شوې چې حکومت باید د جرګې په اړه له ډېر دقته کار واخلي له ټولو اړخونو سره دقیقې مشورې وکړي، کهنه د دې جرګې به ګټو به تاوانونه ډېر شي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې "د ملت که د حکومت مشورتي جرګه؟" په عنوان په خپره کړې سرمقاله کې د یو شمېر سیاسیونو له قوله لیکلي دي حکومت باید د سولې د مشورتې جرګې پر ځای د سولې په پروسه کې مثبته او رغوونکې همکاري وکړي.
د سرمقالې لیکوال باور لري چې قراینو ته په کتو فکر کېږي چې دا جرګه به د ملت اراده تمثیل نهکړي، بلکې حکومتي جرګه به وي چې د سولې په اړه به د حکومت دریځ پیاوړی کړي او د سولې د بهیر په وړاندې به یو بل خنډ جوړ کړي.
د سرمقالې په پای کې راغلي چې که څه هم جرګه د افغانانو تاریخي ارزښت دی، خو د سرمقالې لیکوال باور لري چې په اوس وخت کې د سولې د حرکت مخنیوی دی، ځکه په تېرو څلورو کلونو کې ولې حکومت جرګه نهجوړوله چې اوس د سولې هڅې تېزې شوې حکومت د جرګې جوړولو ته مټې بډ وهلي؟