د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم پرون وویل، حکومت یې لا هم د جولان د لوړو په ګډون د خپل ټول قلمرو د بېرته نیولو پر پریکړه ولاړ دی.
ښاغلي معلم په دمشق کې له خپل ونزوئلايي سیال جورج اریازا «Jorge Arreaza» سره په ګډه خبري غونډه کې همدا راز وویل چې دمشق به د پوځي لارې په ګډون له هر امکانه کار واخلي، څو د خپل قلمرو سانتي سانتي ازاد کړي.
المعلم زیاته کړه:
"د جولان پر لوړو زموږ حق د کلونو په تېریدو سره نه ورکېږي. دا زموږ ثابت حق دی ځکه زموږ ټاټوبی سپېڅلی دی. موږ به د سوریې د اشغال شوي قلمرو سانتي سانتي بيرته ازاد کړو."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د دوشنبې په ورځ هغه سند لاسلیک کړ چې د جولان لوړې د اسرائیل د قلمرو په توګه په رسمیت پېژني.
د جولان لوړو سیمه اسرائیلو د ۱۹۶۷میلادي کال په جګړه کې ونیوه او په ۱۹۸۱میلادي کال کې یې رسماً د خپل قلمرو یوه برخه وګرځوله.
د سوریې د شمال لویدیځ ځینې سیمې هم د وسلهوالو یاغیانو تر ولکې لاندې دي.
د سوریې دولتي ځواکونو پرون هلته د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې توغندويي حملې وکړې چې د مرستندویو ټولنو د کارکوونکو په وینا له لسو زیات کسان یې ووژل.
رویټرز خبري اژانس په سیمه کې د ملکي دفاع د خدماتو د مشر له قوله لیکي چې نوموړی وايي، په یوه مارکیټ کې د توغندي د لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.
د دې ټولنې چارواکي وايي، ښايي د مړو شمېر زیات شي ځکه د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې په یوه جلا راپور کې ویلي، په تېرو څه باندې ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد د شمال لویدیځ په بېلابېلو سیمو کې د دولتي ځواکونو توغندويي حملو ۱۷ کسان وژلي چې نیمايي یې له اتلسو کلونو کم عمره ماشومان دي.
د سوریې شمال لویدیځ د ولسمشر بشارالاسد د رژیم د وسلهوالو مخالفینو تر ولکې لاندې وروستی لوی قلمرو بلل کېږي.
د سوریې حکومت چې روسیه او ایران یې ملاتړ کوي پروسږکال غوښتل په ادلیب او د حما او حلب ولایتونو په اړوندو سیمو کې عملیات وکړي خو دا عملیات وروسته له هغه وځنډول شول چې مسکو پهدې سیمه کې د غیر پوځي ساحې د جوړولو په ګډون له انقرې سره یوه معامله وکړه.
انقره په سوریه کې د ځینو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي او په شمال لویدیځ کې پوځي ځواکونه هم لري.