د پاکستان د پیپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بهټو زرداري په افغانستان کې د موقت حکومت جوړولو په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان پر څرګندونو سختې نیوکي کړي او دا بیان یې نامناسب بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره اوونۍ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د شخړې د هواري حل په دې هېواد کې د موقت حکومت رامنځته کېدل دي.
د پاکستان د پيپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بهټو زرداري د شنبې په ورځ ناوخته په سند ایالت کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال د افغانستان په اړه د عمران خان دغه څرګندونې وغندلې او دا یې نامناسبې وبللې.
بلاول ټینګار وکړ چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هره پرېکړه باید د دغه هېواد ولس او ټاکلي استازي وکړي او د دې ترڅڼګ یې هیله وښوده چې د افغانستان د شخړې د هواري په اړه د امریکا او نورو هېوادونو روانې هڅې به مثبته نتیجه ورکړي.
بلاول زرداري په دې اړه زیاته کړه:
"زه په دې پوهېږم چې د افغانستان د راتلونکي فیصله باید د افغانستان ولس او د افغانستان استازي وکړي، که هغه خبرې کول وي یا جګړه وي، نو باید هغوی یې پرېکړه وکړي، په دې اړه چې د خان صاحب دوه درې ورځې مخکې کوم بیان و، هغه ډېر نامناسب بیان و، د پاکستان صدراعظم یا بل کس چاته د افغانستان پرخلاف داسې بیان نه دی ورکول پکار."
که څه هم بلاول زرداري د افغانستان د شخړې د هواري لپاره د روانو هڅو د کامیابۍ دعا وکړه، خو د دې ترڅنګ یې په دغو هڅو کې د افغان حکومت نه شاملول هم وغندل او په ټینګار یې وویل:
"تر څو چې د افغانستان ولس او د افغانستان استازي د خپل مستقبل پرېکړه پخپله ونه کړي، نو د دغو هڅو نتجیه به راونه وځي."
د افغانستان حکومت په افغانستان کې د موقت حکومت د رامنځته کولو په اړه د صدراعظم عمران خان پر څرګندونو شدید احتجاج وکړ، په کابل کې یې د پاکستان د سفیر مرستیال بهرنیو چارو وزارت ته د احتجاج لپاره وباله او په اسلام اباد کې یې خپل سفیر د مشورو لپاره کابل ته را وغوښت.
پر افغان حکومت سربېره په کابل کې د امریکا سفیر هم د عمران خان پر څرګندونو غبرګون وښود او عمران خان ته یې د سیاست او کرکټ ترمنځ د فرق کولو مشوره وکړه.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او افغان حکومت تر غبرګون وروسته د یوې خبرپاڼې د خپرولو په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د عمران خان خبرې ناسمې تعبیر شوي دي.