د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۴

د پاکستان "پیپلز پارټی" مشران د درغلیو ضد ادارې ته ورغوښتل شوي وو


پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري
پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري

د پاکستان د اپوزیسیون د یو بل مهم ګوند پیپلز پارټي، مشران د پاکستان د اداري درغلیو ضد ادارې له‌خوا ورغوښتل شوي وو چې په درې جلا قضیو کې ترې پوښتنې ګرویږنې وکړي.

له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او زوی یې بلاول بوټو د پاکستان د ملي احتساب په اداره کې پوښتنې شوي دي.

ویل کېږي چې د پاکستان د پیپلز ګوند مشران په‌داسې حال کې د احتساب ملي ادارې ته ورغلل چې ملاتړو یې د دې ادارې مخې ته په اعتراض لاس پورې کړی و.

دوی له پولیسو سره نښتې وکړې او د عمران خان د حکومت پرضد یې شعارونه ورکول.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو وروسته خبریالانو سره خبرو کې د عمران حکومت تورن کړ چې په قصدي توګه خپل سیاسي مخالفان په نښه کوي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو

نوموړي وویل:

"دا د احتساب سیسټم نه‌دی، بلکې د احتساب به نوم د سیاسي انجنیرۍ سیسټم دی او د غچ اخېستلو یو سیاسي سیسټم دی."

د پاکستان د احتساب ادارې بیا په یو بیان کې ویلي چې له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه له زوی بلاول بوټو زرداري څخه یې د دوو ساعتونو لپاره پوښتنې ګرویږنې کړي.

د دې ادارې په وینا، د پوښتنو یو لېست دواړو پلار او زوی ته ورکړل شوی چې په لس ورځو کې یې باید ځوابونه په لیکلي بڼه دې ادارې ته وسپاري.

خو د هغه درې قضیو په اړه چې دوی په‌کې له پوښتنو ګروېږنو سره مخ دي نور جزئیات یې نه‌دي ورکړي.

پاکستاني چارواکو د دې هېواد سترې محکمې ته ویلي چې دا قضیې له اداري درغلیو او پیسو وینځلو سره تړلي دي.

پیپلز ګوند چې د پاکستان په سند ایالت کې پراخ نفوذ لري، مشري یې د پاکستان د وژل شوې صدراعظمې بې‌نظیر بوټو زلمی زوی بلاول بوټو زرادري کوي.

همدارنګه پلار یې او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د دې ګوند مرستیال دی.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې پر اصف علي زرداري یې تر هغه مهاله د سفر بندیز لګولی، څو چې پردې د پیسو وینځلو د تورونو په اړه څېړنې نه‌وي بشپړې شوې.

XS
SM
MD
LG