د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۰

ویسا: ټرمپ له خپلو چارواکو سره د افغانستان په اړه پټه غونډه کړې


د امریکا ولسمشر
د امریکا ولسمشر

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سیاسي حالاتو په اړه ګنې لیکنې چاپ کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ د سر په مطلب کې لیکلي چې راپورونه وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو لوړپوړو پوځي او استخبارتي چارواکو سره د افغانستان په اړه مهمه او پټه غونډه کړې.

په مطلب کې راغلي دا غونډه وروسته له هغې شوې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پر هڅو نیوکې وکړې.

د مطلب لیکوال د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس په حواله لیکي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په تړاو د خپل ملي امنیت ډلې سره یو ساعت سري یا پټه غونډه کړې.

په مطلب کې راغلي دا غونډه د پنټاګون په یوه خونه کې چې ټانک نومېږي د مرستیال ولسمشر مایک پنس، بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو، د ملي امنیت سلاکار، د سي ای اې مشرې او ځېنې نورو امنیتي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د سپینې ماڼۍ یو ویاند چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخېستل شي ویلي چې دا غونډه د افغانستان په اړه د معلوماتو شریکولو غونډه وه.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، امریکا پر حمدالله محب د سفر بندیز لګولی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د زلمي خلیل‌زاد او د افغان سولې په تړاو د ولسمشرغني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویل کېږي چې متحده ایالاتو پر نوموړي امریکا ته د سفر بندیز لګولی دی.

په مطلب کې د امریکايي ورځپاڼو په حواله راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې سرچینو ویلي چې د ولسمشرغني د ملي امنیت سلاکار د وروستیو شخصي څرګندنونو په ځواب کې ممکن نوموړي ته ویزه ورنه‌کړل شي.

په مطلب کې دغه شان ویل شوي چې امریکايي ډیپلوماټانو بهرنیو چارو وزارت ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار د احضارولو دفاع کړې او ویلي یې دي چې د محب شخصي برید په ډیپلوماسۍ کې ځای نه‌لري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستیو د خبرو په تړاو لیکلي دي.

په سرمقاله کې راغلي، عمران خان د قطر مذاکراتو ته په اشارې سره ویلي چې له طالبانو سره مذاکرات پیل شول، په افغانستان کې به په نېږدې راتلونکي کې سوله راشي او نوی حکومت به رامنځته شي.

سرمقاله لیکونکي لیکي:

د افغانانو په کورنیو چارو کې د هر چا لاس‌وهنې او له طالبانو سره د امریکا او پاکستان پټ جوړ جاړی د افغانستان د خپلواکۍ په وړاندې ښکاره تېری او د نړیوال سیاسي دود خلاف دی.

ورځپانې د عمران خان دا خبرې غندلي دي.

XS
SM
MD
LG