کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکلي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې د سولې د راتلو په شرط موقت حکومت منو.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې نوموړي یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې دا خبره کړې چې موقت حکومت ته غاړه ږدم، خو په دې شرط چې واقعي سوله راشي او د لارې نقشه هم معلومه وي.
په مطلب کې دا هم راغلي چې اجرائیه رئیس د ولسمشر برخلاف هڅه کوي چې په افغان سوله کې ټول ښکېل اړخونه برخه ولري.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغان سولې په اړه د طالبانو د قطر د دفتر د مشر ملا برادر څرګندونې راخیستې دي.
په مطلب کې راغلي چې ملا بردار ویلي، د افغانستان خلک هېڅ دلیل نه لري چې د سولې د هوکړو په اړه اندېښمن وي.
ورڅپانه لیکي، نوموړي په یو غږیز پیغام کې دا خبره کړې او ویلي یې دي چې د سولې خبرې ډېرې هیله بښونکې دي او ورستۍ خبرې داسې وې چې د لا پرمختګونو لپاره یې لاره هواره کړه.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې د بلخ د ورستیو ستونزو په اړه لیکلي، لېرې کول او مقررول په هر نظام کې یو عادي او معمولي امر دی چې ترسره کېږي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، افغانستان په یو عادي وضعيت کې نه دی چې مرکزي دولت یوازې د چارو د ښه کېدو لپاره په دې برخه کې اقدام کوي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، مونږ له یوې خوا له طالب او داعش سره مخ یوو او له بله پلوه په نظام کې دننه ځينې حلقي ولسمشر داسې کارونو ته هڅوی چې له ګټې یې تاوان ډېر دی.
سرمقاله لیکونکی لیکي، د نوروز په درشل کې د بلخ د امنیه قوماندان لېرې کول هم له همدې اقداماتو څخه ګنل کېږي.
ورځپاڼه تور پورې کوي چې ولسمشر غني دا کار د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته د تیاري لپاره کړی دی.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې بېل څه لیکلي دي.
هېواد لیکي، مونږ د ډلو ټپلو دا هڅې غندو او پر حکومت غږ کوو چې په هېواد کې د واک د جزیزو، خپلسریو او غیر مسؤلو وسله والو کسانو اخلال کوونکو او د دښمن د نفوذي کسانو په بشپړه توګه مخنیوی وکړي، ویې ځپي او له پښو یې وغورځوي.
په سرمقاله کې راغلي، مونږ د شمال په ولس غږ کوو چې د خپلې خیر ښېګڼې او ښې راتلونکې لپاره خپل ملي یوالی وساتي، د هر چا پروا نه، بلکې د نظام او حکومت د ملي پلانونو ننګه او ملاتړ وکړي.