د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

عبدالله عبدالله: د نویو انتخاباتي کمېشنرانو کارونو ته باید په منفي نظر ونه‌کتل شي


ارشیف، په کندهار کې یو مېرمنه خپله رایه کاروي
ارشیف، په کندهار کې یو مېرمنه خپله رایه کاروي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس تمه ښيي چې د انتخاباتو تعدیل شوی قانون او د نویو کمېشنرانو ټاکل د دې لامل وګرځي چې پر انتخاباتو د خلکو بایللی باور یو ځل بیا ترلاسه شي.

عبدالله عبدالله تازه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د کار له پیله باید د کمېشنرانو کارونو ته په منفي نظر ونه‌کتل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"که موږ په لومړیو کې بنسټ ته په بد نظر وګورو او ووایو چې دوی هم توانايي نه‌لري، هغه تعدیلات چې په قانون کې راغلل، ټول د سیاسي ګوندونو او کاندیدانو په سلا او مشوره وو، ښه ده چې محترم ناظر بنسټونه خپل نظرونه له انتخاباتي کمېسیونونو سره شریک کړي، که په‌کار کې کمبودی ویني، اصلاحاتو ته اړتیا وي، خپل نظرونه دې مطرح کړي، نظریاتو ته په پام ان‌شاءالله انتخابات به په خپل وخت وشي."

عبدالله: د سولې تر راتلو د نړیوالو ځواکونو حضورته اړتیا ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:24 0:00

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د کمېشنرانو وړتیاوې د دوی له کارونو وروسته معلومېږي او باید د دوی د وړتیاوو په اړه له وخت مخکې قضاوت ونه‌شي.

افغان ولسمشر څه موده وړاندې د انتخاباتو نوی قانون توشېح کړ چې له نافذېدو وروسته په قانون کې د راغلو مادو له مخې پخواني کمېشنران عزل او د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران او د دارالانشاء رئیسان انتخاب شول.

که څه هم تر ډېره دغه پروسه د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو په وړاندیز په شفاف ډول ترسره شوه، خو د انتخاباتو ځیني څارونکو بنسټونو د نویو کمېشنرانو په وړتیاوو او انتخاباتي مدیریت شک څرګند کړ.

دغو بنسټونو ادعا کړې چې نویو کمېشنرانو ته د جمهوري ریاست کاندیدانو د دوی د وړتیاوو، کاري تجربې او پاکوالي له مخې نه، بلکې په ګوندي، سمتي او قومي لحاظ رأیې ورکړې دي.

بل‌خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د اجرائیه رئیس له وروستیو څرګندونو د هرکلي ترڅنګ له څارونکو بنسټونو او خلکو غواړي، دوی ته وخت ورکړئ چې د انتخاباتو ملي پروسه بریالۍ کړي.​

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات

دا چې د کار په لومړیو پړاونو کې انتخاباتي کمېشنران په کومو چارو بوخت دي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات‌یې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په اوس کې دوی پر یوه اصلاحاتي پروګرام چې د انتخاباتو شفافیت تضمین کړي، کار کوي او د دې هڅه کېږي ټولې هغه تېروتنې چې په تېرو انتخاباتو کې موجودې وې، مشخصې او په راتلونکو انتخاباتو کې یې د ترسره کېدو مخه ونیسي."

اجرائیه رئیس عبدالله د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې مدیریتي او د فساد ستونزې مني او وايي چې د انتخاباتو نتایج افغانانو ته مأیوس کوونکي وو او په دغې پروسې د خلکو باور ته‌یې زیان رسولی.

د افغانستان د ولسي جرګې له انتخاباتو شااوخوا څلور نیمې میاشتې اوړي، خو په انتخاباتو کې د بېلابېلو ستونزو له امله تر اوسه هم انتخاباتي کمېسیونونو د دغو انتخاباتو بشپړې وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له کابله پرته به په راتلونکو څو ورځو کې د پاتې ۱۴ ولایتونو د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG