د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۳

د افغانستان د سولې د موضوع په اړه کابل چاپ ورځپاڼو مطالب خپاره کړي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د موضوع په اړه مطالب خپاره کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د رسنیو له قوله د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو کې له اوږدو خبرو وروسته بیا هم په ټولو مسایلو توافق نه‌دی شوی او د دوی ترمنځ به پر اختلافي مسایلو په بل پړاو کې خبرې وشي.

ویسا لیکي:

سره له دې چې هم دواړه لوري د خبرو له بهیر راضي ښکاري او هم په ولس کې زیاته برخه د قطر خبرو ته خوشبین دي او د ښو يایلو تمه لري، خو څو ټکي په‌دې برخه کې ډېر د تأمل وړ دي:

  • یو دا چې توافق شوي موضوعات له رسنیو پټ ساتل شوي.
  • دوهم د حکومت څنډې ته پاتې کېدل او دا انتقادونه‌یې چې د تړلو دروازو تر شا پرېکړې نه‌مني.

ورځپانه دا هم لیکي چې طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې امریکا باید خپله ماته ومني، خو د سرمقاله لیکونکي په باور که د نوموړي خبره د طالبانو د پوځي بریا په معنی وي او طالبان ټول په‌دې انتظار وي چې هر څه باید دوی ته سرغوچ تسلیم شي، ښايی دا ډېره ستره تېروتنه وي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د قطر د خبرو په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

هېواد لیکلي، په قطر کې د افغان سولې لپاره د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ خبرې د خپل دور تر ټولو اوږد پړاو وهي.

په سرمقاله کې راغلي دا خبرې له دوو اوونیو هم واوښتې او ځیني په‌دې نظر دي چې ښايي شپږم پړوا ته پاتې شي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دې خبرې اندېښنې راپارولي او خلک وايي، شپږم پړاو د څه لپاره او دوی که غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي ولې په همدې پړاو کې؟

خو بیا وايي چې ښايي په‌دې برخه کې دقت په‌کار وي او افغان حکومت هم په دقت ټینګار کوي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې د مشورتي لویې جرګې د نوې نېټې په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یو فرمان کې د سولې مشورتي لویه جرګه ځنډولې ده.

لیکوال لیکي، په فرمان کې راغلي چې دا جرګه به د راتلونکي لمریز کال د ثور د میاشتې په نهمه نېټه جوړېږي.

په مطلب کې دغه‌شان راغلي، مخکې ټاکل شوې چې دغه جرګه د حوت میاشتې په ۲۷مه نېټه جوړه شي.

د دنیا په دغه مطلب کې راغلي، د ولسمشر په فرمان کې د دغه نېټې د ځنډېدو لامل نه‌دی په ګوته شوی، خو دا ویل شوي چې د دې جرګې د جوړېدو هدف د خلکو مشورو او نظرونو ته غوږ نیول دي.

XS
SM
MD
LG