د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۰

د سوريې ډموکراتيک ځواکونه: داعش ته د تسليمېدو ضرب‌الاجل پاى ته رسېدلى

د سوريې ډيموکراټيک ځواکونه
د سوريې ډيموکراټيک ځواکونه

د سوريې ډموکراتيک ځواکونه چې امريکا يې ملاتړ کوي، وايي چمتو دي هغه وروستۍ سيمه هم چې د داعش په ولکه کې ده، ونيسي.

د سوريې هغه ځواکونه چې امريکا يې ملاتړ کوي وايي، هغه وخت چې داعش جنګياليو ته د تسليمېدو لپاره ټاکل شوى و، پاى ته رسېدلى دى.

د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو يوه وياند مصطفى بالي پرون يکشنبه په ټويټر کې وليکل چې د کُردانو په رهبرۍ د دوى ځواکونه پر هغه سيمه حملې بيا پيلوي چې د داعش جنګياليو په کنټرول کې ده.

اسوشیټېډ پرس د مصطفى بالي په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، دا حملې په‌داسې حال کې پيلېږي چې د دېرالزور ولايت له باغوز سيمې په زرګونه ملکيان وتلي دي.

دا په سوريه کې وروستى کلى دى چې لا هم د داعش جنګياليو په کنټرول کې دى.

د دېرالزور ولايت له باغوز سيمې په زرګونو ملکيان وتلي دي.
د دېرالزور ولايت له باغوز سيمې په زرګونو ملکيان وتلي دي.

د فرانسې خبري اژانس د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو د وياند مصطفى بالي په حواله راپور ورکړى چې د جګړې پر لومړۍ کرښه پرتو ځواکونو ته د مخکې تګ امر شوى او ممکن هره شېبه د دوى حمله پيل شي.

د سوريې ډموکراتيکو ځواکونو چې کُردان‌يې رهبري کوي، د مارچ مياشتې پر لومړۍ او دوهمه د داعش پر ضد د تشکيل شوي نړيوال ائتلاف د شديدو بمباريو په مرسته په دې محاصره شوې سيمه کې پرمختګ وکړ او په سيمه کې د راګېرو شويو ملکيانو د وتلو لپاره‌يې يوه خوندي لار برابره کړله.

د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو او نړيوال ائتلاف تر دغو ګډو عملياتو وروسته د څلورو ورځو په جريان کې په زرګونه ملکيان او ډېرى جنګيالي له باغوز سيمې ووتل.

د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو وياند وايي، د کُردانو په رهبرۍ د دوى ځواکونه تيار دي، هغې سيمې چې لا د داعش ډلې په کنټرول کې دي، بېرته ونيسي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د سوريې د اپوزېسيون فعالان وايي، پرون په لسګونه کسانو په درعا ښار کې د سوريې د پخواني ولسمشر حافظ‌الاسد د يوې مجسمې د جوړېدو په مخالفت کې مظاهره وکړه.

یو شمېر داعش چې د سوریې ډموکراتیک ځواک ته تسلیم شوي.
یو شمېر داعش چې د سوریې ډموکراتیک ځواک ته تسلیم شوي.

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې په بريتانيا کې دېره ده وايي، مظاهره‌چيان د درعا په مرکز کې سره راغونډ شول، «ژوندۍ دې وي سوريه» او «مړ دې وي بشارالاسد» شعارونه‌يې ورکول.

درعا هغه ښار دى، چې د ٢٠١١ میلادي کال په مارچ مياشت کې له عرب پسرلي په الهام په‌کې سوله‌ييزې مظاهرې پيل شوې، خو وروسته په وسله‌واله جګړه واوښتې.

د سوريې په کورنۍ جګړه کې تر ٤٠٠ زرو ډېر کسان وژل شوي او په میليونونه نور له خپلو کورونو بې‌ځايه شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG