کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګنو کې په کابل کې د پنجشنبې د ورځې د حملې په اړه هم یو شمېر مطالب لیکلي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې پر کشفي ارګانونو نیوکه کړې ده.
ورځپاڼه لیکي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د عبدالعلي مزاري پر یادغونډه د هاوانونو په توغولو کې پنځلس تنه شهیدان شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.
ورځپاڼه لیکي، په دغو مراسمو کې د عامو خلکو تر څنګ یو شمېر چارواکو هم ګډون کړی و چې ترهګرو د استوګنې له یوه کوره هاوانونه وتوغول او دغه غونده یې ګډه وډه کړه.
سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې ترهګرو دغه هاوانونه څنګه د کابل لوېدیځ ته انتقال کړل او ولې امنیتي او کشفي ارګانونه ورته متوجې نه شول.
په سر مقاله کې راغلي، له دې ښکاري چې ترهګر د کابل په شمول په لویو ښارونو کې فعال دي، دلته اوسېږي او ورانکاري فعالیتونه هم له همدې ځایونو پلانوي.
ورځپاڼه ټینګار کوي چې کشفي ارګانونه باید په ښارونو کې دننه ترهګریز فعالیتونه مهار یا راکم کړي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سر مقاله کې په دې اړه لیکلي دي.
په سرمقاله کې راغلي، له ارګ دباندې هره ورځ افغان میندې د خپلو عزیزانو ټوک ټوک هډونو ته اوښکې تویوي، خو ارګ مېشتي په خپلو ستاینو نه مړېږي.
په ورځپاڼه کې راغلي، د دشت برچې د پېښې په تړاو به حکومت له ځانه د بې کفایتۍ او ناتوانۍ تورونه څنګه پاکوي؟
سرمقاله لیکونکی تور پورې کوي چې حکومت له خپل ولس سره لاس او ګرېوان دی او دغه ستونزه دومره جدي ده چې یوازې د ارګ د دیوالونو په حدودو کې ځای ورپاتې دی، دوی به بیا هم دې جګړې ته دوام ورکوي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلامیه راخیستې چې په کې راغلي، ولسمشر غني دا حمله غندلې او ویلي یې دي چې د خلکو پر غونډه داشان حملې د مدني ارزښتونو او ولسواکۍ سره ښکاره دښمني ده.
انیس د ولسمشر په حواله دا هم لیکلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د امنیت په خوندیتوب کې له ټولو امکاماتو استفاده کوي او په دې برخه کې به خپلې هېڅ ډول هڅې ونه سمپوي.