د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۳

هېواد: پر افغان سوله معامله د منلو وړ نه‌ده


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه بیا هم د سولې په تړاو په قطر او کابل کې وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې شوې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په دوحه کې روانو خبرو ته په اشارې لیکلي، دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې، څومره بریالۍ دي، پر کومو مسایلو بشپړ توافق شوی او پر کومو نسبي جوړ جاړي ته رسېدلي دي، تر اوسه پورې په زغرده خبرې نه‌شي کېدای، خو په کابل کې د حکومت او یو شمېر مېرمنو او ځوانانو وارخطایي ته چې ولیدل شي، نو ښکاري چې د دوحې خبرې ډېرې وړاندې تللې دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې له طالبانو سره د جوړجاړي په برخه کې دوه اندېښنې زیاتې یادېږي چې یوه‌یې له زده‌کړو، کار او نورو مدني فعالیتونو د ښځو منع کول دي او دوهمه مسئله د تېرو ۱۷ کلونو د لاسته راوړنو دفاع ده چې د ورځپاڼې په وینا دواړه خام دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې له طالبانو سره سوله د طالبانو د پخواني امارت د بیا راتلو په معنی هېڅکله نه‌ده، د ښځو او نارینه‌وو پر وړاندې د زده‌کړو، کار، مدني او نورو فعالیتونو دروازې هېڅ‌کله هم نه‌تړل کېږي او دا ممکن هم نه‌دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دا به د ولس په خیر وي چې د ۳۰ میلیونه افغانانو له سره د جګړې او مرګونو سیوری لیرې شي او د نظام امتیازات او برکات له ښارونو د هېواد ګوټ ګوټ ته پراخ او عام شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپل بحث په‌دې پیل کړی چې پر افغان سوله معامله د منلو وړ نه‌ده.

ورځپاڼې وړاندې په یو شمېر کسانو او رسنیو انتقاد کړی دی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه ناسم معلومات خپروي او وايي چې ګواکې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې دا منلې ده چې له افغانستانه وځي.

د ورځپاڼې په وینا د داسې خبرونو خپرول په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو سبب ګرځي او دا ځکه چې دا مسئله طالبان او د هغو تر شا ولاړ د افغانستان دښمنان اړ باسي چې پنځه کاله مقاومت وکړي او بیا دا هېواد بېرته پخواني حالت ته ورستون کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په‌دې ترڅ کې ځیني کسان په رسنیو کې نارې سورې وهي چې له طالبانو سره د خبرو په لړ کې دې اوسنی نظام له‌منځه ولاړ شي او لنډ مهالی حکومت دی رامنځته شي.

ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور له امریکا او ناټو سره د افغانستان د دوه اړخیزو تړونونو پر بنسټ دوام لري او له طالبانو سره په خبرو کې دا نه‌شي ماتېدلی او نه هم امریکا او ناټو ته د منلو ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د طالبانو په اړه د امریکا د ملي امنیت سلاکار څرګندونې راخیستې دي چې وايي، په طالبانو باور نه‌لري او د دوی د ځواکونو یوه برخه به په افغانستان کې پاتې وي.

ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې په‌دې مسئلې بحث کړی او لیکلي یې دي، په‌داسې حال کې چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګونو ته اشاره کېږي او ویل کېږي چې د دوی ترمنځ په ځینو مسایلو هوکړه شوې ده، خو د ورځپاڼې په وینا په‌دې کې مهمه مسئله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ده.

ورځپاڼې لیکلي په‌داسې حال کې چې لا مذاکرات دوام لري، د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي دي چې دوی پر طالبانو دا باور نه‌لري چې په خپلو ژمنو به ودرېږي.

ورځپاڼې دا ټکی د خورا زیات اهمیت وړ بللی او لیکلي یې دي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار په‌دې باور دی چې طالبان هله په خپلو ژمنو درېږي چې د دوی ګټې په‌کې خوندي وي.

ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د جنګ په اور کې سوځي او دا جګړه هله پای ته رسېدای شي چې ټول اړخونه په رښتینې بڼه د سولې له‌پاره خبرې وکړي او پخلاینې ته غاړه کېږدي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي دي په‌داسې حال کې چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو روان دی، افغان حکومت د سولې د خبرو له‌پاره د یو ملي پلاوي د جوړولو له‌پاره د سلا مشورو بهیر پیل کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې دا ملي پلاوی به له حکومتي چارواکو، سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنو له غړو او د مېرمنو له استازو جوړ وي.

د ورځپاڼې په وینا دا هڅې داسې مهال روانې دي چې بل لور ته د سولې عالي شورا د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو له‌پاره خپلو تیاریو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼه لیکي:

که څه هم دا پتیل شوې وه چې د سولې مشورتي لویه جرګه به د کب میاشتې په وروستیو کې جوړه شي، خو د سړې هوا او د مېلمنو په رابللو کې د ستونزو له کبله جرګه ځنډول شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې دا هلې ځلې د دې له‌پاره روانې دي، څو حکومت د سولې په خبرو کې له یو واحد ولسي نظر سره ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG