د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۶

دنیا: د امریکا او طالبانو ترمنځ پر ځینو مسایلو هوکړه شوې


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه بیا هم په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرو بیا پیل ته ځانګړي شوي چې ځینو پرمختګونو ته هم پکې اشاره شوې ده.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې د شنبې په ورځ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرو بیا پیل ته په اشارې طالبانو ته د نږدې ځینو سرچینو په حواله لیکلي دي چې د یوه هوکړه لیک مسوده چمتو شوې او تمه ده چې د خبرو په دې دور کې اعلان شي.

ورځپاڼې د دغو سرچینو په حواله وړاندې لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو او ناروی استازو له دواړو خواو سره تخنیکي همکاري کوي، خو دغه مسئله لا په رسمي ډول نه ده تأیید شوې.

ورځپاڼې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې دغو پرمختګونو ته داسې مهال اشاره کړې چې په یو بل مطلب کې یې بیا لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني د سولې لپاره د نوي پلاوي د ټاکلو په خاطر مشورې پیل کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په نوي پلاوي کې به شل کسان موجود وي او د پخواني پلاوي برخلاف تر ډېره له مخورو سیاسي څېرو جوړېږي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې هم په غټو ټکو سره لیکلي دي چې په قطر کې د خبرو په نوي دور کې چې له دوه ورځنۍ وقفې وروسته د شنبې په ورځ بېرته پیل شوی، د امریکا او طالبانو ترمنځ پر ځینو مسایلو هوکړه شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د دواړو خواوو ترمنځ پر هغو مسایلو چې هوکړه شوې، په هغو کې د بهرنیو ځواکونو وتل او له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ګواښونو د نه پېښېدو مسایل شامل دي.

ورځپاڼه لیکي چې په ورته وخت کې آرګ ماڼۍ د سولې د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي د پراخولو په سر کار پیل کړی او په دې اړه له سیاسي ګوندونو او ډلو سره سلا مشورې روانې دي.

ورځپاڼه وړاندې د ولسمشر اشرف غني د ویاند هارون چخانسوري په حواله لیکلي دي چې حکومت له دغو سیاسي ګوندونو غوښتي دي چې د خپلو کسانو لېستونه دې ور وسپاري، څو د هغو په رڼا کې د سولې د خبرو لپاره یو اغېزناک پلاوی وټاکل شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم خپله تبصره په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو د نوي دور پیل ته ځانګړې کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دا ځلې به ځیني پرمختګونه ولري.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم په تېرو څلورو پړاوونو کې کوم پرمختګ ونه لیدل شو، خو اوس حالات بدل شوي دي او طالبان دی نتیجې ته رسېدلي دي چې د ځان د بقا لپاره جګړه بس کړي او دوی نشي کولای چې یو ځل بیا په افغانستان کې خپل امارت واکمن کړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې طالبان په ښکاره ډول څه نه وايي، خو هڅې یې دا دي چې په نظام کې ورته ونډه ورکړای شي، که اوس نه وي، نو له انتخاباتو وروسته.

ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت لا د مخه دې ته چمتو دی چې د طالبانو مخکښو غړو ته په نظام کې ونډه ورکړي او ولس هم له دې ملاتړ کوي.

ورځپاڼې په پای کې یو ځل بیا دی ټکي ته اشاره کړې چې افغان ولس د سولې لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي، خو غوښتنه یې تل پاتې سوله ده او د دې لپاره بین الافغاني خبرې لازمي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک دې مسئلې ته ځانګړی کړی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لومړنۍ مسوده چمتو شوې ده.

ورځپاڼه د ځینو پخوانیو طالب چارواکو په حواله لیکلي دي چې د بهرنیو ځواکونو وتل حتمي شوي دي، خو پکار ده چې له انتخاباتو مخکې سوله ټینګه شي.

ورځپاڼې طالبانو ته د نږدي ځینو سرچینو په حواله لیکلي دي چې په قطر کې د دواړو خواو ترمنځ خبرې ښايي د روانې اوونۍ ترپایه وغځېږي او ممکن په ځینو پاتې مسایلو خبرې وشي.

ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې د سولې بهیر اسانه نه دې بللی او دا ځکه چې که هر لوری وغواړي، دغه پروسه په ټپه درولی شي، نو پکار ده چې امریکا، طالبان او افغان حکومت د خپلو ګټو پر ځای، د ستونزو حل ته توجو وکړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او یا دلته د پاتې کېدو مسئله د افغان حکومت او امریکا ترمنځ له امنیتي تړون سره تړلې بللې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د ملي وحدت حکومت د خپل کار د پیل په لومړیو ورځو کې د کابل- ناټو او کابل- واشنګټن ترمنځ د تړونونو په لاسلیکولو سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور قانوني کړ.

نو د ورځپاڼې په وینا، د دغو ځواکونو وتل به هم د کابل او واشنګټن ترمنځ د یوه تړون په چوکاټ کې پلی شي.

XS
SM
MD
LG