کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپانې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، د طالب او امریکايي استازو تر منځ ځنډېدلې خبرې نن بیا پیلېږي.
په مطلب کې وړاندې راغلي، په قطر کې د طالب او امریکايي استازو تر منځ پیل شوې خبرې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارولو پر موضوع راټولې وې، ظاهراً د یو لړ اختلافونو له امله دوه ورځې وځنډېدې.
په مطلب کې د سیاسي چارو د افغان شنونکي وحید مژده په حواله راغلي چې امریکايي چارواکي له افغانستانه تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د خپلو ځواکونو پر ايستلو ټینګار کوي، خو طالبان هڅه کوي چې امریکايي لوری راضي کړي چې خپل ځواکونه په څو میاشتو کې له افغانستانه وباسي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، پاکستاني پوځیان له امریکايانو امتیاز اخلي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې په قطر کې د طالب او امریکايي استازو تر منځ د خبرو پنځم پړاو روان دی، طالبانو په هلمند کې په ۲۱۵ میوند قول اردو حمله وکړه.
طالبانو ادعا کړې چې د دوی حمله په هلمند کې د امریکایانو په کمپ وه چې څو تنه امریکايي عسکر یې هم وژلي دي.
خو د یادې قول اردو مسؤلینو بیا مخالفینو ته د اوښتې مرګ ژوبلې تر څنګ ویلي چې په دغه حمله کې د ګارنیزیون د قوماندان په ګډون یو شمېر افغان عسکر هم وژل شوي دي.
سرمقاله لیکونکی د یو شمېر کارپوهانو په حواله لیکلي چې پاکستاني پوځیانو طالبانو ته دستور ورکړی چې د قطر په غونډه کې د امتیاز اخیستنې په هدف باید خپلې حملې زیاتې کړي.
په سرمقاله کې وړاندې د دغو کارپوهانو په حواله لیکلي شوي چې، پاکستان له طالبانو د ابزارو په توګه کار اخلي او د دوی له جګړې څخه هغه هېواد پولي، پوځي او سیاسي امتیاز تر لاسه کوي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې د کابل پروسې د ناستې په اړه لیکلي.
په مطلب کې راغلي چې دغه ناسته چې ډېر ژر به جوړه شي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یې په اړه وايي، له ۳۰ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته به د کابل پروسې په غونده کې د ګډون بلنه ورکړل شي.
په مطلب کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند صبغت الله احمدي په حواله راغلي چې د دې غونډې بحثونه به ډېری د سولې په اړه وي.
په مطلب کې دا هم راغلی چې که څه هم د دغې ناستې دقیقه نېټه نه ده ښودل شوې، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې په یاده غونډه کې دوی ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.