د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو په بېلابېلو مسایلو تبصرې او مقالې خپرې کړې دي.
- مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ روانو خبرو ته په اشارې سره لیکلي دي چې په اوربند او بینالافغاني خبرو اترو به په راتلونکې ناسته کې چې په زیات احتمال په مارچ میاشت کې به ترسره شي خبرې وشي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې تېره ورځ په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې رسمي خبرې پیل شوي او د دواړو لورو کاري ټیمونو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او همدا شان له افغان خاورې امریکا او نورو هېوادونو ته په ضرر نهرسېدو خبرې کړې دي.
په مطلب کې همدا شان د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین له قوله راغلي دي چې کاري ډلې به د دواړو لورو د توافق لپاره د مسودې په جوړولو کار کوي.
د مطلب لیکوال د یو شمېر سرچینو له قوله لیکلي چې د اوربند او بینالافغاني خبرو اترو لپاره د طالبانو مهم شرط دا دی چې اول باید له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو سلا وشي.
په مطلب کې راغلي دي چې که په روانو خبرو کې پرمختګ وشي، نو په زیات امکان سره چې د طالب استازو او امریکايي پلاوي راتلونکې ناسته به په راتلونکې میلادي مارچ میاشت کې ترسره شي چې په بینالافغاني خبرو اترو او اوربند به پهکې بحثونه وشي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د قطر خبرو په کابل کې سولې ته هیلې او امیدونه ډېر کړې دي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې په کابل کې د عامو افغانانو تر څنګ حکومتي چارواکي هم هیلهمند دي چې دغه ناسته به اوربند او بینالافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو په یوه مرکز د هندوستان د تېرې ورځې حملې ته په اشارې سره لیکلي دي چې د ترهګرو پهدې مرکز حملې وښوده چې په پاکستان کې مېشت ترهګر د سیمې ټول هېوادونه ګواښي.
په سرمقاله کې راغلي، له دې حملې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې که هند د پاکستان په خاوره حمله وکړي، نو د افغانستان د سولې مذاکرات به له ځنډ سره مخ شي.
لیکوال لیکي:
پاکستان پهدې خبرې سره هڅه وکړه چې امریکا پر هندوستان فشار واچوي، څو پر پاکستان حمله ونهکړي.
د سرمقالې د لیکوال په باور که د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی ډېرېږي، نو ښکاره ده چې پر افغان سوله به تأثیر ولري، خو سرمقاله لیکونکي لیکي چې افغان حکومت باید له اوسني رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او د سیمې هېوادونه پر پاکستان د فشار د زیاتېدو په هدف تشویق کړي، څو یاد هېواد له ترهګرو ډلو څخه د ملاتړ لاس واخلي.
- مسیر
خو مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې همدې مسئلې ته په اشارې سره لیکلي دي چې د پاکستان او هندوستان مسئله پر افغان سوله مثبت تأثیرات لري، ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور که د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیاتېږي، نو پاکستان مجبور دی چې د امریکا د ملاتړ د خپلولو لپاره د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته لا زیاته کړي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي که د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلی حالت همداسې دوام وکړي او پاکستان د وېرې په حالت کې وي، نو دا هېواد به اړ وي، څو د سولې په پروسه کې له امریکا سره مرسته وکړي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د کب نهمه د کورنیو ځواکونو د درناوي ملي ورځې په اړه ټول ملت ته مبارکي ویلې ده.
د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې که څه هم افغان امنیتي ځواکونه د وسلو او تجهیز په برخه کې لا هم ستونزې لري، خو په همداسې یو حالت کې يې هم د نړۍ د ترهګرو په وړاندې پر بریالیتوب سره جګړه پر مخ وړې ده.