د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۱

ویسا: د قطر خبرې یو ښه فرصت کېدای شي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د پنځم پړاو خبرو په اړه لیکلي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د قطر خبرې یو ښه فرصت کېدای شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې ملا عبدالغني برادر بالاخره له پاکستانه ووت او قطر ته ورسېد، نوموړي پرون د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره ولیدل او نن به د دواړو لورو ترمنځ د پنځم پړاو څلور ورځنۍ خبرې پیل شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د سولې په خبرو کې د ملا برادر ورشریک کېدل پر دې خبرو خامخا مثبت اغېز لري، خو په خبره‌یې واقعیت دا دی چې د دې پروسې د بشپړې بریا لپاره د افغانانو ډېرې هوښیارۍ او د امریکا او نورو بهرنیو اړخونو بشپړ اخلاص ته اړتیا ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، دا مذاکرات په داسې حال کې دي چې د افغان حکومت پلاوی په‌کې ګډون نه‌لري.

په سرمقاله کې راغلي، له همدې امله د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون بیا هم طالبان د سولې په وړاندې خنډ وبلل او ویې‌ویل چې دغه ډله نه‌غواړي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

خو سرمقاله لیکونکی لیکلي چې دا موضوع به په څو ورځو کې د طالبانو او امریکايي چارواکو د مذاکراتو په ترڅ کې روښانه شي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې چې د رسنیو له سترګو پټې ترسره کېږي، د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

دنیا لیکلي، افغانانو ته تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د قطر د ناستو لړۍ باید ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي، نه دا چې یوازې په ناستو وخت تېر شي او دواړه لوري له هېڅ هم تېر نه‌شي او هر څه منجمد پاتې شي، بلکې د ورځپاڼې په نظر، د سولې خبرې باید داسې وي چې دواړه لوري د حسن نیت په خاطر له ځینو مسایلو تېر شي او د بدبینیو پر ځای خوشبینیو ته پام وکړي او هر څه له مثبتې زاویې وګوري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، ویل شوي چې د قطر په غونډه کې به طالبان بیا هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د موضوع پر سر له امریکايي چارواکو سره بحث وکړي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، دا د دوی غوښتنه نه، بلکې د دښمن غوښتنه ده چې غواړي له افغانستانه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ختم او شوم پلانونه‌یې په اسانۍ سره پلې شي.

ورځپاڼه لیکي، افغان حکومت په ډېر جدیت سره غواړي چې د طالب او پاکستان اړیکې روښانه شي چې پر کوم بنسټ ولاړې دي.

XS
SM
MD
LG