د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۱

ویسا: ملا برادر په یوه ځانګړې الوتکه کې له اسلام‌اباده قطر ته تللی


په اسلام‌اباد کې فیصل جومات
په اسلام‌اباد کې فیصل جومات

کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه په قطر کې د طالبانو د یو مهم مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون سره د امریکایانو او طالبانو ترمنځ کېدونکو خبرو ته ځانګړې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي، په‌داسې حال کې چې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د خبرو پنځم پړاو پرانیستل کېږي، د طالبانو یو مهم مشر ملا برادر هم دوحې ته رسېدلی دی.

د ورځپاڼې په وینا تر اوسه پورې دا څرګنده نه‌ده چې خپله ملا برادر به په کېدونکو خبرو کې برخه واخلي او که نه؟ خو تېره اوونۍ طالبانو ویلي وو چې ملا برادر د مرکچي ټیم غړی نه‌دی او که دی په خبرو کې ګډون کوي، نو په‌کار ده چې د امریکا له لوري د ده په کچه یو چارواکی په خبرو کې برخه واخلي.

ورځپاڼه لیکي چې اوس‌مهال د طالبانو د مرکچي ټیم مشري شیر محمد عباس ستانکزی کوي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو سرلیک کې لیکلي دي چې ملا عبدالغني برادر په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته تللی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې تر اوسه پورې طالبانو قطر ته د ملا برادر د تللو خبره نه‌ده تأیید کړې، خو ځینو سرچینو ویلي دي چې نوموړی په یوه ځانګړې الوتکه کې له اسلام‌اباد څخه د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.

ورځپاڼې وړاندې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د کېدونکو خبرو په اړه چې نن پیلېږي، طالبانو ته د نږدې سرچینو په حواله لیکلي دي چې په‌دې خبرو کې به له افغان حکومت سره پر بین‌الافغاني خبرو او د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي خبرې وشي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې طالب استازي او زلمی خلیل‌زاد د خبرو په پنځم پړاو کې ښایي پر ځینو مسایلو توافق وکړي.

ورځپاڼې طالبانو ته د نږدې ځینو سرچینو په حواله لیکلي دي چې په‌دې خبرو کې به پر ځینو هغو مسایلو توافق وشي چې په مخکېنیو غونډو کې د طالبانو او زلمي خلیل‌زاد ترمنځ مطرح شوې وې.

ورځپاڼې وړاندې د همدغو سرچینو په حواله لیکلي دي چې له دې غونډې وروسته په بله یوه غونډه کې به په اوربند، د بندیانو په تبادلې او تور لېسټ په تړاو پرېکړې وشي.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې د طالبانو ځیني مشرانو ته قطر ته د تلو اجازه نه‌ده ورکړل شوې، نو په‌دې غونډه کې به د خبرو تمرکز د پرېکړو پر ځای یو تفاهم ته په رسېدو وي.

طالب استازي او زلمي خلیل‌زاد د خبرو په پنځم پړاو کې ښایي پر ځینو مسایلو توافق وکړي.
  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلي دي چې په کابل کې د امریکا په سفارت کې د سولې د دفتر مشر د سولې د عالي شورا رئیس ته په دوحه کې د کېدونکو خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.

ورځپاڼې که څه هم د ورکړل شویو معلوماتو په اړه تفصیلات نه‌دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې دواړو لورو د سولې په تړاو په کېدونکو هڅو کې د لازیاتې همغږۍ، د رامنځته شویو پرمختګونو او د سولې د مشورتي جرګې په اړه خبرې شوې دي.

  • ملي ارمان

خو ملي ارمان ورځپاڼې بیا د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو ته په اشارې پر افغان دولت انتقاد کړی دی چې تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې په افغانستان کې د سولې په تړاو په جوړېدونکو غونډو کې د یو مېلمه او یا ناظر په توګه هم ګډون وکړي.

ورځپاڼې وړاندې دا پوښتنه کړې په‌داسې حال کې چې نور قدرتونه له طالبانو سره د افغانستان د مهمو مسئلو په اړه خبرې کوي، نو په څه ډول به دا ممکن وي چې د سولې په اړه سرې او سپینې کرښې وټاکل شي.

ورځپاڼې په پای کې دا سپارښتنه کړې چې افغان دولت باید داسې ګامونه پورته کړي چې د سولې بهیر ملي کړي او دا بهیر د بهرنیو هېوادونو او ګاونډیانو له ولکې راوباسي.

XS
SM
MD
LG