د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۲

ملي ارمان: په افغانستان کې دې د هند او پاکستان له نیابتي جګړې مخنیوی وشي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې د مخنیوي په اړه لیکلي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په افغانستان کې دې د هند او پاکستان له نیابتي جګړې مخنیوی وشي.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان او هند د کشمیر د مسئلې پرسر درې ځلي له یو بل سره جګړه کړې ده، دغه جګړې دواړو خواوو ته درانه تلفات او زیانونه اړولي دي او اوس چې دواړه هېوادونه د اټمې وسلې خاوندان هم دي، د دوی ترمنځ د یوې بلې جګړې د پیلېدو امکان هم شته.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

په‌دې منځ کې افغانستان له ۴۰ کلنې جګړې وروسته تازه سولې ته د رسېدو امکان تر لاسه کړي او دا مسئله باید د پاکستان او هند د سالیو تر سیورې لاندې رانه‌شي.

ورځپانه لیکي، د پاکستان چارواکو د څرګندونو له مخې د پاکستان او هند تر منځ هر ډول تاوتریخوالی به د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه کړي، خو سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي چې د افغان حکومت مشران باید رامنځته شوی فرصت ښه مدیریت کړي او پرې نه‌ږدې چې دا موقع له لاسه ووځي او د یادو دواړو هېوادونو تر منځ احتمالي جګړه د افغانستان د سولې په هڅو خاورې واړوي.

  • هېواد

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د موضوع په تړاو لیکلي دي.

هېواد په خپل یو مطلب کې لیکي، د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال په افغان سوله کې له ښکېلو هېوادونو غواړي چې د سولې د خبرو د اسانتیا هڅه دې وکړي خو د افغانانو پر ځای دې تصمیم نه نیسي.

په مطلب کې راغلي چې سرور دانش یوې غونډې ته په خبرو کې دغه شان د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې تر نامه لاندې باید د یوې بلې نیابتي جګړې په فکر کې نه‌وي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه د سیاسي شنونکو په حوال لیکلي.

دنیا په خپل دغه مطالب کې لیکي، سیاسي شنونکي هم له دې مسئلې په اندېښنه کې دي او وايي چې یوازې او یوازې فعاله دیپلوماسي افغانستان د هند او پاکستان له نیابتي جګړې ژغورلی شي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې افغان حکومت د دوهم ځل لپاره له پاکستان نه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ.

په مطلب کې راغلي چې ځینو رسنیو دا خبره د ولسمشر د ویاند هارون چخانسوري په حواله کړې ده او ویلي یې دي چې پاکستان له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د افغانستان ملي حاکمیت نقض کړی او کونړ، نورستان او ننګرهار سرحدي ولایتونه یې تر خپلو راکټي حملو لاندې راوستي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د ولسمشر ویاند هیله څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغې موضوع په څېړلو سره جدي غبرګون وښيې.

XS
SM
MD
LG