د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۱

هېواد: ناټو وايي، خلیلزاد د ځواکونو د ایستلو لپاره نه، بلکې سولې ته کار کوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په ځانګړي ډول په یاده برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد د هڅو په اړه لیکلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې خپل د سر په مطلب کې د خلیلزاد او کابلوف د لیدلو په اړه لیکلي دي.

ویسا لیکي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.

په مطلب کې راغلي چې دا د افغانستان د سولې اړوند د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې د استازو لومړنۍ کتنه ده چې په افغانستان کې د امریکا د رول په هکله د روسیې له انتقادونو وروسته کېږي.

د مطلب لیکوال لیکي، خلیلزاد له کابلوف سره د خپلې لیدنې په اړه په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکي، مونږ موافقه وکړه چې د سولې د هڅو د پرمختګ لپاره ټول شموله بین الافغاني خبرو ته اړتیا ده، افغانان باید د خبرو یوه ټول شموله متحد او ملي پلاوی چې افغان حکومت او نور افغانان په کې شامل وي، وټاکي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، خلیلزاده دغه شان په خپل توېټ کې لیکلي چې ما او کابلوف د طالبانو د سفرونو په اړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د لېرې کولو په لارو چارو هم خبرې وکړې.

ورځپاڼه دا هم لیکلي چې د خلیلزاد او کابلوف تر منځ دغه لیدنه په انقره کې د روسیې په سفارت کې شوې ده، خو د لیدنې او خبرو جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

ملي ارمان:

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د زلمي خلیلزاد او جنرال دوستم د لیدنې او خبرو په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي، د ولسمشر غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي، یوې پایښتي سولې ته د رسېدلو لپاره باید په نظام کې دننه اعتماد جوړونه وشي او یوه ملي اجماع رامنځته شي.

په مطلب کې د ښاغلي دوستم د دفتر په حواله راغلي چې دوی هم په انقره کې سره لیدلي دي.

د مطلب په دوام د سرچینې له قوله راغلي چې نور په دغه لیدنه کې د سولې د مشورتي جرګې او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په اړه خبرې شوې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا په خپل یوه مطلب کې لیکلي، د ناټو چارواکي وايي چې خلیلزاد د ځواکونو د ایستلو لپاره نه، بلکې د سولې لپاره کار کوي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د ناټو ملکي مامورین وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره اوس تر بل هر وخت زیاته موقع برابره شوې او په دې برخه کې د افغان حکومت ونډه ډېره مهمه ده.

هېواد وايي، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی کورنیلیوس زمرمن چې اوس یې دنده پای ته رسېدلې، پر یادو څرګندونو سربېره د افغانستان د سولې په برخه کې د خلیلزاد هڅې ستایلي، خو ویليیې دي چې له حکومت سره د خبرو لپاره د طالبانو نه حاضرېدل بن بست دی.

XS
SM
MD
LG