د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو په کابل کې د پاکستان د سفیر د تېرې ورځې په څرګندونو او د افغانستان د سولې په پروسه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په کابل کې د پاکستان د سفیر زاهد نصرالله له قوله لیکلي دي چې که په کشمیر کې د وروستۍ حملې په غبرګون هندوستان د پاکستان پر خلاف په تاوتریخوالي لاس پورې کړي دا کار به د امریکا او طالبانو په خبرو منفي اغېز وکړي.
په سرمقاله کې راغلي دي چې د زاهد نصرالله دا خبرې له معنی ډکې دي، نهیوازې دا چې افغانانو او امریکا ته لوی ګواښ دی، بلکې دا هم ترې ښکاري چې د سولې په وروستیو خبرو اترو کې پاکستان له امریکا سره تر ډېره په تفاهم کې دی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې د پاکستان د سفیر دغه خبره د دې هېواد د یوه چارواکي یوازنۍ دغسې خبره نهده، بلکې له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو د افغانستان وضعیت له هند سره د پاکستان له وضعیت سره تړلی ښودلی وو.
سرمقاله لیکونکی لیکي، له دې خبر داسې معلومېږي چې پاکستان هم د افغانستان په سرنوشت معامله او هم په سیمه کې د نورو هېوادونو سره مقابله کولای شي.
د سرمقالې لیکوال باور لري چې افغانانو تل د پردیو په جګړه خپل هېواد وران کړی دی.
په سرمقاله کې د ولسمشر محمد اشرف غني د څو ورځو وړاندې خبرې ته چې ویلي وو، د ده په څلورنیم کلنه واکمنۍ کې یوازې ۶۶ امریکایان وژل شوي هم اشاره کړې او لیکلي دي چې دا يې ښه مثال دی چې موږ د پردیو جګړه په خپلو وینو او سرونو توده کړې ده.
د سرمقالې لیکوال په پای کې له افغانستان سره د امریکا په دوستۍ شک ښودلی او لیکلي یې دي چې که امریکا له افغان ولس سره رښتیني دوستي درلودی، نو پاکستان به د ستونزو او بدمرغیو د دوام جرأت نهوی کړی.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې روانو خبرو ته په اشارې سره لیکلي دي، هڅه کېږي چې د سولې خبرې څو نور کلونه هم وځنډېږي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې که څه هم د سولې لپاره تر بل هر وخت هڅې تېزې شوي، خو له همدومره هڅو سره سره لا هم دا پروسه پڅه روانه ده او په عمل کې هېڅ نهدي شوي.
د سرمقالې لیکوال لیکي:
له حکومت سره د طالبانو په نهخبرو ټینګار او پهدې برخه کې د حکومت سرټمبګي هغه څه دي چې دا پروسه له ستونزو سره مخ کولای شي.
سرمقاله لیکونکي ادعا کړې چې افغان ولسمشر غني د خپل واک د غځولو په هدف هڅه کوي چې د سولې خبرې اترې اوږدې شي، څو د پنځه نورو کلونو لپاره ښاغلی غني په واک کې پاتې شي.
سرمقاله لیکونکی وړانډیز کوي چې طالبانو د حکومت پر ځای له سیاسیونو سره خبرې کړي او حکومت هم باید اجازه ورکړي چې دا بهیر په همدې شکل مخته لاړ شي، څو د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.
- ملي ارمان
او ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې جوړېدونکې مشورتي جرګې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې حکومت باید دې جرګې ته اجرائیوي صلاحیت ورکړي، څو پرېکړې يې عملي شي.
په سرمقاله کې راغلي دي چې حکومت باید د جرګې له جوړېدو وړاندې ضمانت ورکړي چې د دغه جرګې پرېکړې به مني، ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور که د جرګې د غړو پرېکړې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو پرخلاف وي، نو ښايي حکومتيې په وړاندې پلمې جوړې کړي.