د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۱

ملي ارمان: پاکستان د سیمې بدنام هېواد دی، باید منزوي شي


په اسلام‌اباد فیصل جومات
په اسلام‌اباد فیصل جومات

د کابل چاپ ورځپاڼو پاکستان ته د سعودي د ولیعهد د سفر او د افغان سولې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې پاکستان ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سفر ته کتنه کړې، خو لیکلي یې دي چې پاکستان د سیمې بدنام هېواد دی، باید منزوي شي.

په سرمقاله کې راغلي، د سعودي ولیعهد داسې مهال پاکستان ته سفر کړی چې یاد هېواد د سیمې او نړۍ په کچه د ترورېزم او طالبانو په پاللو تورن دی.

د سرمقالې لیکوال لیکي:

د سعودي ولیعهد په‌دې هېواد کې د ۲۰ میلیارده ډالرو د پانګې اچونې تړونونه لاسلیک کړي، خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له سعودي غوښتنه کړې وه چې پاکستان ته دې یادې مرستې مشروطې کړي او دا هېواد دې د ترورېزم له پاللو لاس په سر کېدو ته مجبوره کړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، نه‌یوازې دا چې د خلیل‌زاد دا وړاندیز نه‌دی منل شوی، بلکې یاد هېواد په ایران او هندوستان کې انتحاري حملې پلان کړې چې ګڼو هندي او ایراني سرتېرو ته‌يې مرګ ژوبله واړوله.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې اوس نو نړۍ او د سیمې هېوادونو ته ثابته شوې چې پاکستان په نړیواله کچه د ترورېزم ملاتړی دی او باید ټول‌يې پر ضد شي او انزوا ته‌يې یوسي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې که د دغه هېواد پر ضد د سیمې زیان لیدونکي هېوادونه یو لاس شي، نو لیرې نه‌ده چې پاکستان منزوي شي چې بیا به د سعودي مرستې هم یاد هېواد له اقتصادي بحرانه ونه‌شي ایستلی.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر په نقل لیکلي هېواد یې د افغانستان د امن پر موافقې کار کوي.

وړاندې په مطلب کې راغلي سعودي عربستان د افغانستان، امریکا او متحده عربو اماراتو په همغږۍ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په ممکنه موافقې کار کوي چې په افغانستان کې ثبات ټینګ شي.

ورځپاڼې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر عادل‌الجُبیر په حواله لیکلي، که افغانستان امن شي، نه‌یوازې د پاکستان لپاره ګټور دی، بلکې د سعودي عربستان په ګډون د ټولې سیمې لپاره اغېزناک دی او د همدې لپاره هلې ځلې کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دا خبرې داسې مهال کېږي چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي او ځیني پرمختګونه هم په‌کې شوي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم پاکستان ته د سعودي د ولیعهد سفر ته په اشارې سره لیکلي دي چې د سعودي مرستې پاکستان له کمزوري اقتصادي حالته نه‌شي را ایستلی، ځکه د سرمقاله لیکونکي په خبره سعودي چې غواړي، پاکستان‌يې د تېلو د پلور په عمده بازار بدل شي او نورې پانګونې يې کلنۍ ټېکټانه غواړي، خو پاکستان‌يې په اوسني ملا ماتې اقتصادي حالت کې نه‌شي پوره کولای.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې سعودي په پاکستان کې داسې مهال پانګونه کوي چې یاد هېواد د ترورېزم د پاللو او ساتلو له امله په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه تر فشار لاندې دی.

د سرمقالې لیکوال لیکي، تازه په تازه د ایران په سیستان بلوچستان او د هند په کشمیر کې په هندي او ایراني ځواکونو د حملو ريښه په پاکستان کې ده او دواړه ترهګرې ډلې په پاکستان کې د پوځ او حکومت تر ملاتړ لاندې خوندي دي.

XS
SM
MD
LG