د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۱

ویسا: اسلام‌اباد ته د طالبانو د پلاوي سفر لغوه شو


ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې د موضوع او په همدې تړاو پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر د لغوه کېدو په اړه لیکلي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې د سر په مطلب کې لیکلي.

طالبانو دا اعلان وکړ چې اسلام‌اباد ته د دوی د استازو سفر او د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره‌یې لیدنه چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي لغوه شوې ده.

ورځپانه لیکي:

د یو شمېر راپورونو له مخې دا ناسته د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له‌خوا لغوه شوې.

په مطلب کې دا هم راغلي چې دا ناسته وروسته له هغې لغوه اعلان شوه چې تېره ورځ افغان حکومت د دغه سفر په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسماً شکایت وکړ.

افغان دولت ویلي، اسلام‌اباد ته د سفر لپاره د طالبانو له اعلان شوې ډلې نهه تنه د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، اسلام‌اباد ته د طالبانو د پلاوي سفر لغوه شو، طالبانو ظاهراً په اعلامیه کې د دې لامل دا بللی چې د دوی د مرکچي پلاوي له غړو څخه د ځینو نومونه په تور لېست کې دي چې سفر نه‌شي کولای چې دا د افغان حکومت د شکایت پایله هم کېدای شي.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه خپله د طالبانو په لیکو کې هم اختلاف موجود و.

ورځپاڼې لیکلي:

دا ښه کار وشو، خو حکومت باید اوس په‌دې کاذب غرور کې ورک نه‌شي چې ګوندې د طالبانو د سیاسي تحرکاتو مخه مو ونیوله.

سرمقاله لیکونکی کاږي دا چې د افغان سولې د هڅو په لړ کې د پردې تر شا څه تېرېږي تر اوسه نه افغان حکومت ترې خبر دی او نه له طالبانو پرته نور سیاسي لوري، خو په باور یې هغه څه چې له دې بهیره روښانه دي دا دي چې د سولې په‌دې خبرو کې د پاکستان او امریکا ترمنځ تفاهم او هم‌غږي ډېره ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي او اجرائیه رئیس د لیدنې کتنې او خبرو لنډ جزئیات راخیستي دي.

په مطلب کې راغلي چې خلیل‌زاد اسلام‌اباد ته تر سفر مخکې له عبدالله عبدالله سره وکتل او د خپلو سفرونو په اړه‌یې له نوموړي سره معلومات شریک کړل.

په مطلب کې دا هم راغلي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په‌دغه ناسته کې ښاغلي خلیل‌زاد ته ویلي چې د افغانستان د حکومت لپاره د ۴۰ کلنې جګړې تر پای ته رسېدو بل هېڅ شی مهم او لوړ نه‌دی.

XS
SM
MD
LG