د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

د اوبو او انرژۍ وزارت: ډېر ژر به د اوبو د بندونو د جوړولو عملي کار پیل شي


آرشیف، په هلمند کې د کجکي بند
آرشیف، په هلمند کې د کجکي بند

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د اوبو د ښه مدیریت لپاره د لویو او وړو بندونو د جوړولو لپاره پراخ پلانونه لري.

د دغه وزارت د اوبو د تظمیم د عمومي ریاست سرپرست انجنير احمد ویس بصیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د اوبو د ښه مدیریت لپاره د لویو او وړو بندونو د جوړولو لپاره پراخ پلانونه ترلاسه لاندې دي چې ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي.

ده وویل:

"د اوبو د زېرمې لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت بېلابېل پروګرامونه لري، په راتلونکې اوونۍ کې مونږ عملاً کار پیلوو، دا پروژې به دوه ګټې وکړي، یو به د اوبو مدیریت وشي او له بله پلوه به هغه سېلابونه هم مهار شي چې ویجاړۍ رامنځته کوي."

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د وروستيو ورښتونو له امله د کجکي برښنا بند د اوبو سطحه ٥٩ مترو ته لوړه شوې ده او هیله مند دي چې ورسره به د برښنا او د ځمکو د خړوبولو ستونزې هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال دوبی د سختې وچکالۍ له امله د کجکې د اوبو زېرمه خورا کمه شوې وه او د برښنا د مسؤلینو په خبره، د اوبو سطحه ۴۶ مترو ته رسېدلې وه.

دغه وزارت تمه لري چې ورښتونو ته په پام سره به په ټول هېواد اوبه زیاتې او د وچکالۍ اندېښنې ختمې شي.

د اوبو مدیریت هغه مسئله ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یې په کراتو ژمنه کړې ده.

افغان حکومت د جدي په میاشت کې د وچکالۍ د اغېزو د له‌منځه وړلو او د سېلابونو د مخنیوي په خاطر د پنځو دریایي حوزو لپاره د سیمي جالیو د پېرلو او لېږد تړون لاسلیک کړ.

د امو سیند
د امو سیند

​په شمال کې د امام صاحب، شورتېپې او قرقین په ګډون امو سیند ته نږدې د اکثرو ولسوالیو ځمکه په وروستیو کلونو کې خوړل شوې، د خلکو ځمکې یې لاندې کړې او لازمه استفاده ورنه نه ده شوې.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي په حکومت انتقاد کوي چې تراوسه نه دي توانېدلي چې د افغانستان اوبه ښه مدیریت کړي.

د ولسي جرګې د انرژۍ او اوبو د تنظیم د کمېسیون غړي انجنير صاحب خان ازادي راډيو ته وویل:

"په خواشینۍ سره چې د اوبو د ښه مدیریت لپاره تراوسه پورې کوم سېستم نه دی جوړ شوی او په تېرو ۱۸ کلونو کې مونږ ونه توانېدو چې د افغانستان اوبه ښه مدیریت کړو او ډېره برخه یې ضایع کېږي، ولسمشر غني ویلي چې د اوبو بندونه به جوړوي، خو تراوسه دا خبره یوازې د ژمنې تر کچې پاتې ده."

د راپورونو له مخې، افغانستان ۷۵ ميلیارده متره مکعبه سطحي اوبه لري، خو یوازې له ۳۰ فیصدو یې استفاده کوي او پاتې ۷۰ فیصده یې ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران او پاکستان ته بهېږي او دا هېوادونه په وړیا توګه ورڅخه ګټه اخلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG