د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په مسکو کې د خپل ترک سیال رجب طیب اردوغان کوربه وو.
دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو پر مسایلو سربېره د سوریې پر کړکېچ هم خبرې وکړې.
ولسمشر پوتین له کتنې وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې ده او اردوغان د ترکیې په ادلب ښار کې د ثبات د ټینګولو پر لارو چارو او پلانونو بحث وکړ.
- روسیه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون له دې مخکې ویلي و، پهدې سیمه کې چې مسکو او انقرې د کړکېچ د کمولو د خاصو زونونو پر رامنځته کولو موافقه کړې وه، وضعیت په چټکۍ سره په خرابېدو دی او دا سیمه اوس تقریباً ټوله د النصره افراطي ډلې په ولکه کې ده.
پوتین په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ترکیې او روسیې دفاع وزیرانو په خاص ډول د هغو خاصو اقداماتو په اړه لا له مخکې خبرې کړي چې دواړه هېوادونه بهیې په ادلب کې کوي او زیاتهیې کړه چې دا اقدامات به اوس عملي کېږي، خو هغه د دې اقداماتو جزئیات روښانه نهکړل.
د روسیې ولسمشر په سوریه کې د امریکا پوځي حضور غیر قانوني وباله.
نوموړي زیاته کړه:
"غواړم دا خبره دریاده کړم چې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو حضور غیر قانوني دی. د امریکايي ځواکونو لپاره په سوریه کې د حضور هېڅ راز نړیوال حقوقي جواز نهشته، نه د سوریې مشروع حکومت بلنه ورکړې او نهیې پرېکړه د امنیت شورا کړې."
ښاغلي پوتین همداراز وویل، ده منلې ده چې د سوریې پر کړکېچ د بحث لپاره د روسیې، ترکیې او ایران په ګډون یوه سرمشریزه راوبولي، خو د دې غونډې نېټهیې ونهښوده.
- ترکیه
ولسمشر اردوغان د ترکیې، روسیې او ایران په ګډون د سوریې د سولې د بهیر پر اهمیت او دوام ټینګار وکړ.
نوموړي وویل:
"زموږ یووالی د سیمې د سولې د هڅو مهمه برخه ده. درې اړخیزې سرمشریزې چې موږ د استانې له پروسې سره پیل کړې او په سوچي، انقره او تهران کې یې دوام وکړ، د ټولې نړۍ په ګټه وې. زه باوري یم چې نننۍ غونډه به د دې پروسې له دوام سره ډېره مرسته وکړي."
ولسمشر پوتین هغه ستونزې هم یادې کړې چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د اساسي قانون د یوې کمېټې د جوړولو د هڅو پر وړاندې پرتې دي.
پوتین شکایت وکړ چې فرانسې، بریتانیا او جرمني په تېره ډسمبر میاشت کې د دې کمېټې د جوړولو لپاره د ده طرحه رد کړه.