د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

د شکایاتو کمېسیون: د ۱۰ ولایتونو د انتخاباتي نتیجو لېست وروستی شوی


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د لسو نورو ولایتونو د نتیجو وروستی لېست هم سبا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته سپاري.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، شکایتونو ته له رسېدو سره يې هڅه کړې چې حق حقدار ته ورسېږي.

د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د نهو پخوانیو ولایتونو تر څنګ يې د لسو نورو ولایتونو د نتیجو وروستی لېست بشپړ کړی او د یکشنبې په ورځ يې د انتخاباتو کمېسیون ته سپاري.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني

​دی وایي:

"مونږ نهه ولایتونه وخته ورلېږلي، همکاران مو هڅه کوي چې لس نور ولایتونه هم سبا بشپړ کړي او د تطبیق لپاره يې د انتخاباتو کمېسیون ته ولېږو، مونږ د ټولو هغو مواردو په اړه قاطع پرېکړې صادروو چې شکایتونه يې پر وخت له مونږ سره ثبت شوي او په اړه يې کافي شواهد هم لري."

له دې وړاندې د همدې کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، له کابل او غزني پرته د ۳۲ ولایتونو وروستی لېست به د جدي د میاشتې له ختمېدو سره بشپړ کړي او د تطبیق لپاره به يې د انتخاباتو کمېسیون ته وسپاري.

په غزني کې د ولسي جرګې انتخابات د ځينو ستونزو له کبله نه دي تر سره شوي، خو د کابل لومړنۍ نتیجې تېره اوونۍ اعلان شوې چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون يې په تړاو له زرو ډېر شکایتونه تر لاسه کړي دي.

له دې وړاندې د انتخاباتو ځينو څارونکو، د سیاسي ګوندونو استازو او یو شمېر معترضو کاندیدانو ویلي چې د کابل انتخابات له درغلیو ډک وو، نو ځکه به يې د شکایتونو څېړل هم اسان نه وي.

د ملي وحدت حکومت مشرانو له ډلې يې سرور دانش هم په انتخاباتو کې د درغلیو، فساد او لاسوهنو په اړه ویلي دي.

له دې سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نهو ولایتونو تخنیکي کارونه هم بشپړ شوي او ممکن د دغو ولایتونو وروستۍ نتیجې د یکشنبې په ورځ اعلان شي.

د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه دا نه ده مشخصه چې وروستۍ نتیجې یو ځايي که بېلې بېلې اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات

​ده زیاته کړه:

"د هغو نهو ولایتونو نتیجې چې مخکې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له خوا مونږ ته را سپارل شوي، تخنیکي کارونه یې بشپړ شوي چې اوس د رهبرۍ پرېکړې ته منتظرې دي، که پرېکړه وشوه، دا نتیجې ممکن د یکشنبې په ورځ اعلان شي."

له دې ټولو سره هغه کاندیدان چې په لومړنیو نتیجو کې ناکام دي، د انتخاباتي شکایتونو له خوا د عدالت د ټیګښت انتظار باسي.

خو وبه کتل شي چې له څېړنو وروسته حق حقدار ته که یو ځل بیا د معترضو کاندیدانو انتقادونه اوج ته رسېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG