د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

ټیفا: په انتخاباتي بهیرونو کې د خلکو د ګډون کچه وار په وار کمه شوې ده


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وايي، په تېرو ۱۶ کلونو کې په انتخاباتي بهیرونو کې د حکومت د مداخلو او پراخو درغلیو له امله په‌دغه بهیر کې د خلکو د مشارکت ونډه تر بل هر وخت کمه شوې ده.

د دغه بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۷» د افغانستان د ۲۰۱۴ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بې‌نظمیو او په‌دغه هېواد کې د ډموکراسۍ د بهیر په اړه د یو څېړنیز اثر د مخ‌کتنې په اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، د هر پړاو انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته په‌دغه بهیر د خلکو باور کمېږي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده
د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده

نوموړي زیاته کړه:

"د هر پړاو انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته چې کله تاسو د څارونکو بنسټونو موندنو ته مراجعه کوئ، د درغلیو او فساد کچه په‌کې مخ په زیاتېدو ده، دوهم په هر يو انتخاباتو کې نسبت په تېر پړاو انتخاباتو د حکومت مداخلې زیاتېږي، درېیم د خلکو د بې‌باورۍ کچه هم نسبت انتخاباتو او سیستم لوړېږي."

نوموړی زیاتوي چې د هر پړاو انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته د انتخاباتي بنسټونو د خپلواکۍ کچه ټیټېږي او دغه بهیر د قومي کېدو لور ته ځي.

دغه غونډه د افغانستان د سیمه‌ییزو مطالعاتو د مرکز په کوربه‌توب جوړه شوې وه چې د «افسانه دموکراسي انتخابات افغانستان» په نوم د بهرني څېړونکي توماس جانسون اثر په‌کې مخ‌کتنې او بحث ته وړاندې شو.

ښاغلی ایوب‌زاده په اوسنیو انتخاباتي کمېسیونو کې هم د اصلاحاتو خبره کوي، خو په خبره‌یې تر کومه چې د کمېشنرانو د غوراوي فلتر بدل نه‌شي، په انتخاباتي کمېسیونونو کې شته ستونزې له‌منځه نه‌ځي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو يا ټيفا رئیس د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو د شفافیت لپاره د برښنايي تذکرو په وېش او د رأی ورکوونکو په بایو مټریک کېدو هم ټینګار کوي.

د ده په خبره، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید هڅه وکړي چې د خپلو ولایتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې موضوع ته هم جدي پاملرنه وکړي.

نوموړی په انتخاباتي بهیرونو کې د سیاسي ګوندونو په رول هم انتقاد کوي چې په خبره‌یې په‌دې برخه کې خپل مسؤلیت په سمه توګه سرته نه‌دی رسولی.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء پخوانی رئیس داوود علي نجفي وايي، تر کومې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په سمه معنی خپلواک او پیاوړی نه‌شي، په انتخاباتي بهیرونو کې د درغلیو او فساد مخه نیول به ستونزمن وي.

ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارلانشاء پخوانی رئیس داوود علي نجفي
ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارلانشاء پخوانی رئیس داوود علي نجفي

نوموړی زیاتوي:

"زه وایم، تر هغې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لکه د هند په شان مقتدر او پياوړی نه‌شي چې په‌دغه بهیر کې د ولسمشر په ګډون د هر بل کس د مداخلې مخه ونیسي، ستونزه نه‌هوارېږي، دا شان په‌دغه بهیر کې د شفافیت لپاره، نوم‌لیکنه، د کارکوونکو ظرفیت لوړونه هغه نور مسایل دي چې باید ورته پاملرنه وشي."

ښاغلی نجفي، په انتخاباتي بهیرونو کې د شفافیت د رامنځته کېدو لپاره د حکومت او سیاسي ګوندونو اراده او د نړیوالو بې‌پرې همکاري هم مهمه بولي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG