د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د انتخاباتو کمېسیون ولسمشریزو انتخاباتو ته د بایو مټریک ۱۵ زره دستګاوې اخلي


د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره د بایو مټریک اخیستل شوې دستګاوې
د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره د بایو مټریک اخیستل شوې دستګاوې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره به د بایو مټریک ۱۵ زره دستګاوې وپېري.

په داسې حال کې چې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې لړۍ روانه ده، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دغو انتخاباتو د ښه ترسره کېدو لپاره د بایو مټریک نوې دستګاوې اخلي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، د کمېسیون مشرتابه د سې شنبې په ورځ له سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو سره په ناسته کې د بایو مټریک د دستګاوو په څرنګوالي خبرې وکړې.

ده وویل، کمېسیون ژمنه کړې چې د بایو مټریک د سیستم ستونزې چې د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې په انتخاباتو کې رامنځته شوې وې، تکرار نه‌شي.

آرشیف، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي
آرشیف، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي

​ده وویل:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ژمن دی چې له انتخاباتي شریکانو سره د بایو مټریک له ټکنالوژۍ د ښې استفادې لپاره هوکړې ته ورسېږي، موږ ژمن یوو چې کومې ستونزې چې په دې برخه کې د ولسې جرګې په انتخاباتو کې رامنځته شوې، بیا تکرار نه‌شي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره تیاریانې روانې دي او تر اوسه ۷۳ نارینه احتمالي کاندیدانو او دوو ښځو له کمېسیونه معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.

د راروان لمریز کال د سرطان ۲۹مه د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ټاکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې له انتخاباتو څه باندې دوه نیمې میاشتې تېرېږي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اوس هم د کابل د سلګونه محلونو د رأیې د څېړنو په حال کې دی.

پخوا تر دې یو شمېر ګوندونو، د انتخاباتو د څار بنسټونو او سیاسي څېرو د ولسي جرګې د انتخاباتو ستونزو ته په کتو ویلي چې اوسني انتخاباتي کمېسیونونه د سرطان په ۲۹مه د ولسمشریزو انتخاباتو د کولو توان نه‌لري او په دې برخه کې باید لازم اقدامات وشي.

دوی غواړي چې د دغو انتخاباتو د کېدو دمخه باید د انتخاباتو په کمېسیون کې بنیادي بدلونونه راشي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه په تېره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، د انتخاباتو کمېسیون د راتلونکو انتخاباتو لپاره اصلاحي طرحه نه‌لري او د بایو مټریک د نورو دستګاوو اخیستل کار نه‌سموي.

آرشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
آرشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

​د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید زیاتوي:

"څه چې ډېر مهم دی، هغه مدیریت دی، که موږ لږې یا ډېرې دستګاوې ولرو، دا یو بېله موضوع ده، خو مدیریت، معلومات او ډېټا بل بحث دی چې کمېسیون‌یې تر اوسه ظرفیت نه‌لري، دغه کمېسیون غواړي چې دا ځل مسؤلیت پر کمپنۍ واچوي او ځان وژغوري."

دی پر اوسني ظرفیت، د رأی ورکوونکو د سم فهرست د تیارولو په اړه د پلان پر نشتوالي او په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بایو مټریک له دستګاوو پر ناوړه ګټې اخیستنې اندېښنه ښيي او وايي چې راتلونکي انتخابات به د ډېرو درغلیو شاهد وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG