د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

د پکتیا یو شمېر قومي مشران په ولسمشریزو ټاکنو کې په خپل انتخاب له سره غور کوي


په پکتیا کې د یو شمېر قومي مشرانو غونډه
په پکتیا کې د یو شمېر قومي مشرانو غونډه

د پکتیا یو شمېر قومي مشران وایي، د ملي وحدت حکومت له‌خوا ورسره شوې ژمنې نه‌دي عملي شوي او دوی به د ریاست جمهوري په راتلونکو ټاکنو کې پر خپل انتخاب له سره غور وکړي.

نن د مرغومې په ۱۳مه د پکتیا ولایت یو شمېر قومي مشران او مدني فعالان چې ګردېز کې په یوه خبري غونډه کې سره راټول شوي وایي چې ملي وحدت حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر محمد اشرف غني له دوی سره په پکتیا کې د ۱۲ په شااوخوا کې د لویو ټولګټو اقتصادي او پراختیایي پروژو د ترسره کولو ژمنې کړې وې چې د دوی په خبره یوه‌یې هم نه‌ده عملي کړې.

د دغې خبري ناستې د ګډونوالو له ډلې محمدالرحمن قادري او ډاکتر عبدالظاهر اوریاخېل په خپلو خبرو کې وویل:

"جناب رئیس صیب جهمور له موږ سره د نهو لسو پروژو د عملي کېدو ژمنه کړې وه، په یوه‌یې هم عمل نه‌دی کړی، پکتیا ته حوزوي روغتون ورکړل شوی، خو د یوې ولسوالۍ په اندازه تشکیل نه‌لري، مچلغو بند، نري بند دا امضاء شوي، ولې کارونه‌یې درک نه‌لري، د زرمت سړک، ځاځيو سړک، ګردېز-پټان سړک قرارداد یې شوی، ولې عملي چارې یې نه‌دي پیل شوي، د شهیدانو ورثه‎وو ته د استوګنې د نومرو وېشل نه‌دي پیل شوي، د صنعتي پارک عملي چارې نه‎دي پيل شوي. د ولایت لومړۍ درجې ته ارتقا، پکتیا ته به لویې پروژې راځي او داسې نور یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوي، که ولسمشر دا ژمنې موږ ته پوره نه‎کړي، موږ به په راتلونکو ټاکنو کې د ده په ګروپ کې نه، بلکې بل ځای به فکر کوو، د بل چا څخه به خپل ملاتړ اعلانوو، هغه څوک چې د پکتیاوالو لپاره مناسب وي او د پکتیا ګټې په‌کې خوندي وي."

په پکتیا کې د یو شمېر قومي مشرانو غونډه
په پکتیا کې د یو شمېر قومي مشرانو غونډه

​د پکتیا ولایت مقام د قومي مشرانو د نننۍ ناستې په تړاو وایي چې حق غوښتل د ولس حق دی، خو ولس ته دا هم نه‌ښایي چې د دولت له‎خوا د په ترسره شویو لویو کارونو سترګې پټې کړي.

د پکتیا د والي ویاند ښاغلي عبدالله حسرت له ازادي راډيو سره په خبرو کې د یو شمېر لویو ترسره شویو کړنو یادونه وکړه ویې‌ویل:

"دا قضاوت به غیر منصفانه وي چې وویل شي چې ولسمشر خپلې ټولې ژمنې له پکتیاوالو سره نه‎دي عملي کړي، ډېرې ژمنې عملي شوې دي او یو شمېر نورې یې د عملي کېدو په حال کې دي. ځيني کارونه وخت غواړي او په خپل وخت باندې عملي کېدونکي دي، هغه پروژې چې عملي شوې دي په هغو کې د پکتیا ولایت لومړۍ درجې ته ارتقا چې د کلونو کلونو نه د پکتیاوالو غوښتنه وه، حوزوي روغتون ولایتي روغتون ته ارتقا کړې ده، د ګردې څېړۍ ولسوالۍ رسمي شوې ده، د روحاني بابا په نوم بله ولسوالۍ ایجاد شوې ده، د برښنا شبکه باندې عملاً کار روان دی او پکتیا ته برښنا رسېدلې ده چې دا یوه لویه مهمه اساسي پروژه ده، یو شمېر نورې پروژې چې په هغو کې د مچلغو بند، د زرمت سړک او یو شمېر نور سړکونه دي، دا به ان‌شا‌ءالله په مرکز کې پرې کار روان دی او موږ تعقیب کړی او پر خپل وخت به‌یې کارونه پیل شي."

حسرت وړاندې وویل، په اوسنیو شرایطو کې چې دولت د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې دی، د دا شان ناستو تر شا د یو شمېر سیاستوالو لاس وي او غواړي چې د ولس اراده انحصار کړي او ورڅخه د خپل راتلونکي د ټاکلو واک پردی کړي.

د پکتیا د والي ویاند ښاغلی عبدالله حسرت
د پکتیا د والي ویاند ښاغلی عبدالله حسرت

حسرت د کومې مشخصې سیاسي کړۍ او یا شخص نوم یاد نه‎کړ، خو ویې‌ويل:

"نن چې کوم شعار په‎دغه غونډه کې بدرګه شوی دی، دا به د سیاسي افرادو له‎خوا نه چې هغه په سیاسي حوزه کې خپله فعالیت لري ولې ولس ته وایي چې تاسو باید په سیاسي او ملي پروسو کې ګډون ونه‎کړي دا به ډېر مطلق غیر معقول شعار وي، د خلکو نه د انتخاب حق اخیستل او هغوی دې ته هڅول چې هېڅ انتخاب ونه‎لري، زه فکر کوم دا به د ولس سره او په‎خپله د سیاست سره د سیاسیونو زیاتی وي او یا به هم په خپله د سیاسي صحنې د انحصار کولو یوه هڅه وي."

د ملي وحدت حکومت له‎خوا په سیاسي پُستونو، د ملي پروسو د پر مخ وړلو په موخه جوړ کړل شویو کمېسیونونو، کمېټو او مشورتي شوراګانو کې د پکتیاوالو کدرونو پر کمرنګه شتون نیوکې وکړې ویې‌ویل، د ملي وحدت حکومت دا شان دوه ګونی چلند د پکتیاوالو لپاره نور نو د منلو نه‎دي.

راپور: اصیل ځاځی

XS
SM
MD
LG