د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۶

۱۲ زره موټر چلوونکو ته د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي په هدف عامه پوهاوی پیل شو

ارشیف، د ګردېز کابل لویه لار
ارشیف، د ګردېز کابل لویه لار

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د لویو لارو مسافر وړونکو موټر چلوونکو ته د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په هدف د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړ.

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۰» د دې پروګرام د پیل پر مهال ازادي راډیو ته وویل، د عامه پوهاوي د دې پروګرام په ترڅ کې به ۱۲ زره موټر چلوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

نوموړي وویل:

"څېړل شوې قضیې ښیي چې د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي د مخدره موادو د قاچاق لپاره تر ډېره حده د لویو لارو له مسافرو څخه استفاده کوي. موږ هر کال د مسافرو او موټر چلوونکو د عامه پوهاوي په موخه داسې کمپاین کوو. سږ کال مو هم د نشه‌يي موادو د قانون او د مخدره موادو د انتقال پر ناوړو پایلو د پوهاوي په خاطر دا کمپاین پیل کړ چې ۱۲ زره موټر چلوونکو ته به پوهاوی ورکړل شي."

له مخدرو موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد
له مخدرو موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد

ښاغلی مؤحد وایي چې په‌دې وروستیو کې د مسافر وړونکو موټرو په واسطه د مخدره موادو د قاچاق پېښې ډېرې شوي او قاچاق وړونکي تر ډېره هڅه کوي چې د مسافرو په واسطه مخدره مواد قاچاق کړي.

د هېواد د شمال د لویې لارې موټر چلوونکي د عدلي او قضایي مرکز دا پروګرام ستايي، خو له دولته غواړي چې د هغو زورواکانو د نیولو په برخه کې هم اقدام وکړي چې د مخدره موادو د قاچاق اصلي عاملین دي.

ځیني یې وايي:

"نوم مې عبدالمجید دی، دا ډېر ښه کار دی، خلک به له دې لارې پوه شي. هغه کسان چې نشه‌يي مواد او وسلې قاچاقوي، له دې وروسته به دا کار نه‌شي کولای، ځکه چې خلکو ته د قاچاق د ناوړو پایلو په اړه پوهاوی ورکړل شو. کله چې موټر چلوونکي په‌دې پوه شول، نو هرو مرو به همکاري کوي."

"له زورواکو پرته غریب خلک د نشه‌يي موادو قاچاق نه‌شي کولای. موږ نه‌شو کولای چې مسافر تلاشي کړو، ځکه هغوی عکس‌العمل ښیي او راته وایي چې ته موټروان یې او که پولیس؟"

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د څېړنو پر اساس، د روان لمریز کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د لویو لارو په واسطه د مخدره موادو د قاچاق پېښې ډېرې شوې دي.

راپور: مرسلین ارسلا

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG