د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډولو نهايي پرېکړه لا نه ده شوې


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نښان
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نښان

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډولو په اړه تر اوسه پورې نهايي پرېکړه نه ده شوې.

تمه وه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون پرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نوې نېټه اعلان کړي، خو یاد کمېسيون وايي، د ټاکنو د ځنډولو او یايې د نوې نېټې په اړه لا نهايي پرېکړه نه ده شوې.

د انتخاباتو د کمېسون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست بېګاه شپه ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، پر انتخاباتو د څار له بنسټونو، نړیوالې ټولنې او له حکومت سره سلا مشورې روانې دي.

ده وویل:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسيون لا هم له حکومت، نړیوالې ټولنې، سیاسي ګوندونو، پر ټاکنو د څار له بنسټونو او له نخبه ګانو سره سلا مشورې کوي، کمېسيون به له غونډو او مشورو وروسته د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه پرېکړه په رسمي ډول اعلان کړي."

تر دې مخکې د انتخاباتو د کمېسيون یوه بل مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته ویلي وو چې ښايي د ولسمشرۍ ټاکنې دوه یا دوه نیمې میاشتې وځنډېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مرستیال ویاند ذبیح سادات
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مرستیال ویاند ذبیح سادات

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مخکې اعلان کړی و چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د را روان ۱۳۹۸ کال د حمل د میاشتې په ۳۱مه وشي.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ته د احتمالي کاندید حنیف اتمر مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د انتخاباتو کمېسيون د حکومت د فشار له امله غواړي چې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو ځنډېدل د حکومت له خوا په خپله ګټه په دې پروسه کې د لاسوهنې په معنا ده.

بل لور ته د جنبش اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج له ازادي راډیو سره په خبرو کې په مشروط ډول د انتخاباتو له ځنډېدو سره د خپل ګوند موافقه وښوده.

د جنبش اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج
د جنبش اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج

ده وویل:

"که چېرته ځنډ د اساسي اصلاحاتو او په انتخاباتو کې د شفافیت لپاره دی او دا پرېکړه د کمېسيون د ظرفیت او توان د لوړولو په هدف ده، نو مونږ بیا د ځنډ پلوي کوو."

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دا ادعاوې ردوي چې د حکومت د فشار په نتیجه کې د جمهوري ریاست انتخابات ځنډوي.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د انتخاباتو د نېټې ټاکل د ټاکنو د کمېسون صلاحیت دی او حکومت په دې برخه کې ملاتړی رول لري.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل:

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

"حکومت ملاتړی رول لري، مونږ مسؤلیت لرو چې د ټاکنو بودجه برابره کړو او د ټاکنو امنیت ونیسو، مونږ مخکې هم ویلي دي چې حکومت پوره چمتووالی لري، مونږ هیله مند یوو چې د انتخاباتو له قانون سره سم ټاکنې د راتلونکې حمل میاشتې په ۳۱مه نېټه وشي، خو که فرضاً ټاکنې ځنډېږي، دا د انتخاباتو د کمېسيون صلاحیت دی."

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو موضوع په داسې وخت کې مطرح کېږي چې له تېرې شنبې راهیسې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه پیل شوې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسون وايي، تر اوسه پورې پنځوسو کسانو له دوی د ولسمشرۍ د ټاکنو معلوماتي بستې اخيستي دي.

XS
SM
MD
LG