د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشرۍ انتخابات به د څو میاشتو په ځنډ سره ترسره شي


په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه
په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسمشرۍ انتخابات د څو میاشتو په ځنډ ترسره کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات وايي، د ولسشمرۍ انتخابات ممکن د حمل له ۳۱مې نېټې دوه نیمې میاشتې وروسته ترسره شي.

ښاغلي سادات د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه له نړیوالې ټولنې، حکومت او سیاسیونو سره مشورې شوي او د انتخاباتو دقیقه نېټه به ډېر ژر اعلان شي.

ده وویل:

"اول بحث دا و چې انتخابات یوه میاشت وځڼدول شي، خو ومو کتل چې د روژې میاشت مخې ته راځي او ستونزمنه خبره ده چې د روژې په میاشت کې انتخابات ترسره او عملیاتي پلانونه په ښه توګه پلي شي، له دې کبله پرېکړه په دې وشوه چې دوه یا دوه نیمې میاشتې انتخابات ځنډېږي، خو معلومه نه‌ده چې بیا به په کومه میاشت کې وي."

له دې اعلان سره هم‌مهاله یوه بله حکومتي سرچینه د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو د نوې نېټې د اعلان خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکي کال د حمل میاشتې په ۳۱مه نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو ورځ اعلان کړې وه.

بل‌خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له تېرو پنځو ورځو راهیسې د ولسمشرۍ د کاندیدانو د ثبت لړۍ پیل کړې چې تر اوسه شااوخوا ۵۰ کسانو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي، خو چا لا رسمي ځان نه‌دی کاندید کړی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په داسې مهال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ځنډ خبر ورکوي چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر دنده د پنځم کال د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

د قانون له مخې، د ولسمشرۍ انتخابات د ولسمشر د کاري دورې د پای ته رسېدو وروسته له ۳۰ ورځو نیولې تر ۶۰ ورځو پورې انتخابات ترسره کېږي.

د ځنډ دغو اوازو ته په کتو، د افغانستان یو شمېر سیاسي جریانونه او ګوندونه په دې باور دي چې تر اوسه د کوم ټيم له‌خوا د نوماند د ثبت نه‌اعلان هم له دې کبله دی چې دوی په اعلان شوې نېټې د انتخاباتو په ترسره کېدو باور نه‌لري.​د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل‌الرحمان اوریا

له ډلې يې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل‌الرحمان اوریا په دې اړه چې ولې تر اوسه چا رسماً ځان نه‌دی کاندید کړی؟ ازادي راډيو ته وویل:

لومړی لامل دا دی چې ممکن د نوم ‌لیکنې لړۍ وغځېږي، دوهم دا چې کېدای شي ولسمشریزې ټاکنې یو څه شاته وغورځېږي، بل دلیل هم دا دی چې کېدای شي چې د سولې پروسه مخکې شي او بل دا چې په کمېسیون باور نه‌شته چې دا کمېسیون دې رڼې ټاکنې ترسره کړي."

ده له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي، که انتخابات د اصلاحاتو او شفافیت په خاطر ځنډېږي، دوی انتقاد نه‌لري، خو که سیاسي اهداف په‌کې نغښتې وي، ائتلاف به‌يې پر وړاندې د انتقاد غږ پورته کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG