د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

په لوګر کې معترضو نوماندانو د ټاکنو کمېسیون دروازه وتړله او مخې ته‌یې پرلت وواهه


د لوګر معترض نوماندان
د لوګر معترض نوماندان

د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۴»​ په لوګر کې یو شمېر معترضو نوماندانو د یاد ولایت د ټاکنو کمېسیون دروازه د اعتراض په ډول وتړله او د یاد کمېسیون مخې ته‌یې پرلت پیل کړ.

د معترضو نوماندانو شمېر چې شااوخوا ۳۰ تنو تنه رسېږي او د ټاکنو کمېسیون له‌خوا په اعلان شویو لومړنیو پایلو کې يې رأيې لږې دي، وايي هغه مهال به د ټاکنو کمېسیون د دروازې د خلاصولو اجازه ورکړي چې د دوی غوښتنو ته رسیدګي وشي.

په لوګر کې معترض نوماندان غوښتنه کوي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون هغه پرېکړه عملي کړي چې دغه ولایت کې یې د یو شمېر ټاکنیزو مرکزونو د بطلان په اړه کړې ده.

دوی زیاتوي، د ټاکنو کمېسیون له لوري بریالي اعلان شوي نوماندان په درغلیو بریالي شوي او حقیقت کې رأیې نه‌لري.

دوی غوښتنه کوي، په درغلیو ښکېل کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او له بایو مټریک پرته رأيې دې نه‌شمېرل کېږي.​دوی غوښتنه کوي، په درغلیو ښکېل کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي

یو تن متعرض نوماند نصرت وفا ازادي راډیو ته وویل، هغو مرکزونو کې چې ټاکنې نه‌دي شوي او د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون‌يې رأیې باطلې اعلان کړې دي، استېناف دې دا پرېکړه تأیید کړي او هغه کسان دې مجازات شي چې په درغلیو کې ښکېل دي.

ده وویل، تر هغه چې غوښتنې يې ونه‌منل شي، دوی به د کمېسیون دروازه تړلې وساتي.

یو بل نوماند شهزاده توحیدمل هم د دوی درې غوښتنې یادوي او زیاتوي چې درغلي کوونکي باید زندان ته ولاړ شي او یوازې بایومټریک رأيې دې وشمېرل شي.

همدارنګه یو بل نوماند شاه‌پور احمدزی وايي، دوی ګوري چې د درغلي کوونکو له‌خوا د تورو رأیو د سپینولو کوښښ روان دی.

د ده په وینا کله چې هغوی د شکایاتو کمېسیون ته مراجعه کوي، نو ورته ویل کېږي چې دا رأيې په کمېسیون کې زیاتې شوي، هلته فیصلې کېږي او د دوی فیصلو ته څوک ارزښت نه‌ورکوي.

د لوګر معترض کاندیدان
د لوګر معترض کاندیدان

دی زیاتوي، کله چې د دوی فیصلو ته څوک ارزښت نه‌ورکوي، نو د دې کمېسیون خلاصه دروازه څه ګټه لري، باید وتړل شي.

که څه هم د دې اعتراضونو په باب د لوګر ځايي چارواکو او د ټاکنو د دواړو کمېسیونونو مشران څه نه‌وايي، خو له‌دې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر رحمت‌الله حقمل ویلي وو چې د دوی د کمېسیون پرېکړه نه‌ده عملي شوې.

حقمل ویلي و، که د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون پرېکړې عملي شي، نو د لوګر د ټاکنو په وروستیو پایلو کې به هر اړخیز بدلون رامنځته شي.

دوی ډاډ ورکړی و چې د شکایاتو کمېسیون به د چا د زر او زور پروا ونه‌ساتي، په شفافیت به کار کوي، حق به حقدار ته سپاري او تورې سپینې رأيې به له یو بل بېلوي.

یاده دې وي، په خوست کې هم له څو ورځو راهیسې یو شمېر معترضو نوماندانو د اداري کمپلېکس مخې ته د تحصن خیمې درولي او د یوې ورځې لپاره‌يې د خوست-ګردېز لویه لار تړلې وه او بله ورځ‌يې هم اداري کمپلېکس چې شااوخوا ۴۰ حکومتي ادارې په‌کې فعالیت لري، تړلی وو.

راپور: نجیب‎الله الوخېل

XS
SM
MD
LG