د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

په هلمند کې سلګونه کسان د مصنوعي لاسونو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي


په هلمند ولایت کې د سره صلیب دفتر ۷۰۰۰ معلول کسان د مصنوعي لاسونو او پښو له‌پاره راجسټر کړي دي.

د افغانستان په جنوب کې د دغه ناارامه ولایت د زرګونه خلکو لاسونه او پښې د ماینونو، ځانمرګو بریدونو او وسله‌والو نښتو پر مهال پرې شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي چې د سره صلیب اورتوپیدي مرکز ته ورغلی وايي، هره ورځ سلګونه نارینه او ښځينه د مصنوعي لاسونو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

بشپړ راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:43 0:00

XS
SM
MD
LG