د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون: ښايي نن د کابل د رأیو بیا شمېرنه پیل شي


که څه هم د انتخاباتي کمېسیونو ترمنځ د کابل د رأیو د بیا شمېرنې د څرنګوالي په اړه له هوکړې شپږ ورځې تېریږي، خو لا هم د رأیو بیا شمېرنه نه‌ده پیل شوې.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، تمه ده چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون به د کابل د رأیو د بیا شمېرنې په اړه له دوی سره د یو مېکانېزم په جوړولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي ابراهیمي همدا شان وویل چې د دغه میکانېزم له جوړولو وروسته شاید نن د کابل د رأیو د بیا شمېرنې کار پیل شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي

نوموړي وویل:

"نن ورځ به د شکایتونو له کمېسیون سره د کابل ولایت د رأیو د بیا شمېرلو د مېکانیزم په اړه توافق ته سره ورسېږو او د کابل ولایت د رأیو بیا شمېرل به رسمآ پيل شي، زموږ هڅې دا دي او هیله لرو چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون به ملي ګټو د خوندیتوب مسئلې ته په پام د دغه بهیر د پيل لپاره همکاري وکړي."

د دغه کمېسیون چارواکي وايي، د کابل ولایت د رأیو د بیا شمېرلو د بهیر توقف د هېواد د ملي ګټو په زیان دی او هرڅومره چې ژر کېږي د دغه پروسه باید پيل کړي.

د ښاغلي ابراهیمي په وینا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټول اړین اسناد او مدارک د انتخاباتي شکایاتونو کمېسیون په واک ورکړي دي.

دغه ستونزې وروسته له هغې پراخې شوې چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د کابل د انتخاباتو پایلې د درغلیو او انتخاباتي جرمونو له امله لغوه اعلان کړې، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په هماغه ورځ د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون دغه پرېکړه سیاسي او غیرقانوني وبلله.

له دې وروسته د دواړو کمېسیونونو له لوري په ګډه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به ټول د اړتیا وړ اسناد د انتخاباتي شکایتونو په واک کې ورکړي او له دغه کمېسیونه به د همدغه اسنادو له مخې په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

که څه هم په دې اړه اوس د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د نظر په اخېستلو ونه توانېدو، خو د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني تېره شپه له ازادي سره په خبرو کې ویلي چې تر دې دمه د انتخاباتو کمېسیون د دوی په واک کې د اړتیا وړ اسناد نه دي ورکړي.

په ورته کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، تر هغه وخته چې د دواړو کمېسیونونو ترمنځ کارې اړیکې جوړې نه‌شي د کابل د رأیو بیا شمېرنه ستونزمن کار دی.

محمد نعیم ایوب زاده رئیس بنیاد انتخابات شفاف افغانستان
محمد نعیم ایوب زاده رئیس بنیاد انتخابات شفاف افغانستان

نوموړی وايي:

"یواځينی دلیل دا دی چې د دواړو کمېسیونونو ترمنځ کاري اړیکې لا نه‌دي جوړې شوي او دوی چمتو نه‌دي چې له یو بل سره معلومات شریک او همکاري وکړي، نو له همدې امله زیات ځنډ رامنځته کېږي او که همداسې ادامه پیدا کړي په دغه مسئله به د کابل د رأیو په پایلو ناوړه تاثیرات واچوي او د خلکو په منځ کې به شک او تردید واچوي او هم به نتیجه دا شي چې د خلکو غږونه ورسره راپورته شي."

ښاغلی ایوب زاده له انتخاباتي کمیسیونو نه غواړي چې د یو بل په وړاندې دریځ نیول له منځه یوسي او د قانون په اساس د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو رایې بیا وشمېرې ترڅو خلکو ته قناعت ورکونکې پایلې اعلان شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG