د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشرانو او د دغه غورڅنګ پلویانو د پاکستاني پوځ هغه خبرداري ته سخت غبرګون ښودلی چې وايي، پښتون ژغورنې غورڅنګ له دې له سرې کرښې نه اوړي، ګنې پر ضد به یې اقدامات وشي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د پنجشنبې په ورځ په راولپنډۍ ښار کې یوې خبري غونډه کې چې د پاکستان د عمومي وضعیت په اړه یې پهکې خبرې کولې، پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه ادعا وکړه چې د دغه غورځنګ ډېرې غوښتنې پوره شوي دي.
نوموړي په دې اړه وویل:
"د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غوښتنې چې یوه یې د امنیتي پوستې لېرې کول، په قبایلي سیمو کې د ماینونو پاکول او د بې درکه کسانو معلومات دي چې په دغو درې واړو غوښتنو وار له مخکې کار پیل شوی او ډېر پرمختګ پهکې شوی دی."
د پاکستاني پوځ ویاند همدا شان وویل چې د دغه غورځنګ پر فعالیتونو ژور نظر لري موږ تر اوسه د دغه غورځنګ پرضد له تشدده کار نهدی اخېستی او خبرداری ورکړی چې:
"غورځنګ دې له هغې سرې کرښې نه اوړي، چې ریاست یې پرضد اقداماتو او عملیاتو ته اړ وځي."
د پاکستان د پوځ د دغه خبرداري په غبرګون کې د پښتتون ژغورنې غورځنګ ځینې مخکښو مشرانو، سیاستوالو او د دغه غورځنګ پلویانو په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ښودلی دی.
د یاد غورځنګ یوه او د پاکستان د قومي اسامبلۍ غړي محسن داوړ پر خپلې ټویټر پاڼې د پوځ د ویاند د خبرداري په ځواب کې ویلي، موږ نه، بلکې تاسو تل له سرو کرښو اوښتي یئ.
نوموړي پهدې اړه ویلي:
"تاسو پوره کوښښ کړی چې موږ ته تاوان راورسوئ، تاسو پر موږ د درواغو قضیې جوړې کړې، د خپلو ګوډاګیانو «ښو طالبانو» له لارې مو زموږ د وژنې هڅه وکړه، پر ټولنیزو، چاپي او الیکټرانيکي رسنیو کې مو د بدنامولو کمپاین وچلاوه، غدار مو راته وویل، خو بیا هم زموږ د ملاتړ په مخنیوي کې ناکامه شوئ."
د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو سربېره ځینو سیاستوالو او د بشري حقوقو فعالانو هم پر ټولنیزو رسنیو د پوځ د خبرداري په اړه غبرګون ښودلی.
نامتو سیاستوال او د عوامي نېشنل ګوند پخواني غړي افراسیاب خټګ پهدې اړه پر خپلې ټویټرپاڼې د پوځ خبرداری ښه تګلاره نهده بللې.
نوموړي ویلي:
"د طالبانیزم له تازه څپې د پام اړولو لپاره د پښتنو ځوانانو د حقوقو لپاره د سولهییز تحریک بدنامول ښه تګلاره نهده. ټولنیز تړون د ریاست بنیاد وي او دغه تون ماتول هم د حد نه اوښتل دي. د خلکو قانوني حقونه خوندي کول یې حل لاره ده."
په خېبر پښتونخوا کې سیاستوالې، د بشري حقون فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوۍ عصمت شاهجان هم پر خپلې ټویټرپاڼې د پوځ د ویاند د خبرداري په غبرګون کې ویلي:
"د پوځ ویاند د سیاسي بیان په ورکولو له سرو کرښو تجاوز کوي."
د یادونې وړ ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د غورځنګ د غوښتنو د پوره کېدا په اړه د پوځ د ویاند ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی چې زموږ غوښتنې تر ۳ ډېرې دي چې تردې دمه یې لا یوه هم نهده منل شوې.