د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د روانې اوونۍ تر پایه د ټولو ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د روانې اوونۍ تر پایه د ټولو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلانېږي.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د پخوانۍ ژمنې له مخې د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې پرون شنبه اعلان کړي وای خو دغه کمېسیون اوس د اوونۍ تر پایه د نتیجو د اعلان د ځنډ خبره کوي.

د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وايي، تر اوسه د ۱۸ ولایتونو د رأیو لومړنۍ نتیجې اعلان شوي او ټاکل شوې چې د روانې اوونۍ تر پایه د ټولو ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلان کړي.

د انتخاباتو کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات
د انتخاباتو کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"زموږ ټوله هڅه دا ده چې د همدې اوونۍ تر پایه د ټولو ولایتونو لومړنۍ نتیجې اعلان شي، له هغې وروسته به بیا شکایتونو ته د رسېدو بهیر پیل شي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون کار دی او کله چې دا کار هم بشپړ شي د ولسي جرګې د بریالیو کاندیدانو وروستۍ نوم‌لړ به له خلکو سره شریک شي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د قوس د میاشتې تر لسمې نېټې پورې به د رأیې شمېرنې بهیر بشپړ او لومړنۍ نتیجې به اعلان کړي.

خو ښاغلی سادات د رأیو بیا شمېرل، په کارونو کې شفافیت او د ډېټابېس جوړول په ټاکل شوي وخت د نتیجو پر اعلان کې د ځنډ لاملونه بولي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې لپاره د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو د اعلان پر دوام بېګاه شپه د نورستان، کونړ، سمنګان، سرپل او میدان وردګو ولایتونو لومړنۍ نتیجې اعلان کړې.

د افغانستان د ولسي جرګې لپاره انتخابات د میزان په ۲۸مه او ۲۹ مه نېټه تر سره شول، خو د رأیو په شمېرنه او د نتیجو په اعلان کې د ځنډ له پاسه ځنډ د کاندیدانو او څارونکو انتقادونه راپارولي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دغې انتخاباتو وروستۍ نتیجې به د انتخاباتي شکایتونو له څېړنو وروسته په یوه میاشت کې اعلان شي.

اخوا بیا د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د لومړنیو نتیجو په اعلان کې ځنډ د دوی په زماني جدول هم اغېز کړی دی.

د یاد کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د هر ولایت د انتخاباتو د نتایجو تر اعلان وروسته کاندیدان کولای شي له دوی سره خپل شکایتونه ثبت کړي.

ښاغلي روحاني زیاته کړه:

"دوی مکلفیت درلود چې د ټولو ولایتونو نتیجې په خپل وخت اعلان کړي، که څه هم دوی دا کار ونه‌کړ، خو موږ خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی چې د هرې نتیجې له اعلان سره خپل شکایت ثبت کړي چې طبعاً موږ ته اوس را رسیدلي هم دي."

ښاغلی روحاني وايي، د ولایتونو د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو په اعلان سره د شکایتونو شمېر هم مخ په ډيرېدو دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو تر اعلان وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دوه ورځې وخت لري چې ثبت شوي شکایتونه وڅېړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG