کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکنې چاپ کړي دي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، یوازې شفاف مذاکرات سوله راوستلی شي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، اوس چې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د سولې خبرې پیل شوي دي، دا هیلې زیاتې شوي چې بلاخره به په هېواد کې ۴۰ کلنه جګړه پای ومومي او د افغانستان خلک به سولې ته ورسېږي.
خو ورځپاڼه لیکي چې پهدې جریان کې اوس ځینو دا خبره مطرح کړې چې د امریکا د سولې په لار کې ابهام موجود دی.
د سرمقاله لیکونکي په خبره، د افغانستان د سولې په روانو خبرو کې د ابهام خبره ځکه کېږي چې د مذاکراتو دواړه خواوې پرته له دې چې افغان دولت په جریان کې وي دا بهیر مخته وړي.
په سرمقاله کې راغلي، موږ پهداسې حال کې چې د امریکا او طالبانو د سولې له مذاکراتو هرکلی کوو پهدې باور یو چې باید د خبرو په هر پړوا کې د افغانستان خلک شریک او غوښتنې او وړاندیزونه یې په پام کې ونیول شي.
- مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې په کابل کې د ایران سفارت له طالبانو د وسلهوال ملاتړ په اړه د ایران لپاره د امریکا د ځانګړي استازي برایان هوک هوک څرګندونې رد کړي او هغه یې غیر مستندې بللي دي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې د دغه سفارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هوک څرګندونې په افغانستان کې د امریکا د ځینو بېړنیو او غیر شفافو اقداماتو د توجیه په هدف مطرح شوي دي.
ورځپاڼه لیکلي، په کابل کې د ایران سفارت ویلي، د واشنګټن دا هڅې په افغانستان کې د عمومي افکارو د انحرافولو او د کابل او تهران د مخ پر ودې اړیکو د زیانمنولو لپاره کېږي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک د پنجشنبې په ورځ هغه وسلې خبریالانو ته وښودې چې د ده په خبره، ایران په افغانستان کې طالبانو او په یمن کې حوثیانو ته ورکړې وې.
- هېواد
خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا همدې مطلب ته په اشارې سره په خپله سر مقاله کې لیکلي، نړیواله ټولنه دې د ایران د ترهګریز فعالیتونو مخه ونیسي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د ایران د استبدادي رژیم د جوړېدو له مهاله تر اوسه دغه هېواد نه یوازې د یمن، بحرین، سعودي عربستان، لبنان او عراق په ګډون د منځني ختیځ د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړي او خپلو پلویانو تهیې وسلې او مهمات ورکړي دي.
سرمقاله کې په افغانستان کې هم د ایران د لاسوهنې په اړه لیکلي او ویلي یې دي چې لکه پاکستان او روسیه دا هېواد هم له مخالفینو ملاتړ کوي.