د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۷

د کندز ځيني اوسېدونکي: په ځوانانو کې د ټابلېټ (k) استعمال زیات شوی


د کندز ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې په دې وروستیو کلونو کې ځوانانو د ټابلېټ (K) په نوم نشه يي ګوليو خوړلو ته مخه کړې او دا نشه د هغوی راتلونکي ته يو ستر ګواښ دی.

په کندز کې د ځوانانو تر منځ د ټابلیت (K) په نوم د نشه يي ګولیو خوړل ډېر شوي او خلک وايي چې په دې وروستیو کلونو کې د ټابلیت (K) ګولیو ګڼ شمېر ځوانان معتاد کړي دي

دوی دا ګولۍ د خوښیو په محفلونو کې خوري او د ځوانانو راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د کندز ښار یوه اوسېدونکي فواد نبي زاده ازادي راډیو ته وویل:

"دولت دې مسئلې ته هېڅ پام نه کوي، د ښار په هره سیمه کې ټابلیت کا ګولۍ او نور نشه یي مواد په اسانۍ سره پيدا کېږي، باید دولت دې ستونزې ته پام وکړي، بايد امنیتي ارګانونه د نشه یي مواد د مخنیوي په برخه کې جدې ګامونه واخلي چې ځوانان مو له دې مصیبته وژغورل شي."

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي هم وايي، د کندز ښار په هره څنډه کې نشه يي مواد په اسانۍ سره موندل کېږې چې پولیس یې د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلي دي.

امرالدین ولي
امرالدین ولي

دی وایي:

"زه ډېر اندېښمن یم چې زموږ ډېر ځوانان په نشه يي موادو اخته دي، په تېره بيا د ټابلیت (K) ګولیو په اړه ډېره اندېښنه لرم، دا ګولۍ د کندز په هره څنډه کې په ښکاره خرڅېږي، خو تر اوسه پورې يې د مخنیوي په برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی."

د کندز د معتادینو د درملنۍ د (۸۰) بسترېز روغتون مشر ډاکتر عبدالقدوس میاخېل وايي چې ټابلېټ کا ګولۍ هم د نورو نشه يي موادو غوندې انسان معتاد کوي او ډېر زیان ورته رسوي.

ده وویل:

"د ټابلېټ (K) په نوم چې کوم نشه يي مواد بازار ته راغلي او یو شمېر ځوانان یې خوري، دا ګولۍ د شيشې، هیروئینو، تاریاکو او نورو نشه يي موادو په څېر ضرر لري اودوامداره خوړل یې سړی معتاد کوي."

بلې خوا ته د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني هم دا مني چې په کندز ښار کې نشه يي مواد خرڅېږي، خو زياتوي چې پولیسو د نشه يي موادو د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

نوموړي وویل:

"کله چې پولیس له ساحې لېرې شي، خلک د پرچون په بڼه نشه يي مواد خرڅوي، خو د پولیسو په موجودیت کې دا کار نه شي کولای، ځکه پولیس هېڅ چا ته هم اجازه نه ورکوي چې غیر قانوني کار وکړي، داسې مواد خرڅ کړي چې خلکو ته ضرر لري."

د کندز اوسېدونکي په داسې حال کې خپلې اندېښنې څرګندوي چې تر دې وړاندې په دې ولایت کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست چارواکو ویلي وو چې په دې ولایت کې د معتادينو شمېر څه د پاسه (۳۰) زرو تنو ته رسېدلی دی.

راپور: اجمل ارین

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG