د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې پر «جي.فور.اېس» امنیتي کمپ د تروریستانو وسلهواله حمله پای ته ورسېده.
پهدې کمپ کې ۳۳۰ افغانان او بهرنیان یرغمل نیولي شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل:
"متأسفانه پهدې حمله کې لس کسه وژل شوي چې ۶ افغانان، یو بریتانوی وګړی او درې نور مجهول الهویت دي. په حمله کې ۲۷ تنه زخمیان دي چې ۱۱ نیپالیان، ۵ انګلیسان او پاتې افغانان دي."
حمله نن سهار په څلور نیمو بجو پای ته ورسېده او څلور وسلهوال کسان چې حملهیې کړې وه، ټول وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، نصرت رحیمي وویل چې امنیتي ځواکونو پهدې کمپ کې د یرغمل شوېو وګړو امنیت ته د اندېښنې له امله په چټکۍ کار نهشو کولای او له دې امله نښتې تقریباً ټوله شپه دوام وکړ.
د حملې مسوولیت وسلهوالو طالبانو منلی دی.
افغان چارواکي وایي، په کابل کې پر یوې بهرنۍ امنیتي قراردادي کمپنۍ په پرونۍ حمله کې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
دغه حمله د کابل د صنعتي پارکونو ساحې ته څېرمه د «G4S» په نوم د بریتانوۍ امنیتي کمپنۍ پر ودانۍ شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وويل، ودانۍ ته نېژدې تر موټر بم چاودنې وروسته نامعلوم شمېر وسلهوال ودانۍ ته ننوتلي وو او له افغان امنيتي ځواکونو سره يې وسلهواله نښته هم کړې ده.
د دې وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي د دې پېښې د څرنګوالي په اړه تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:
"د صنعتي پارکونو په ساحه کې د بهرنيو ځواکونو پر «G4S» کمپ موټر بم چاودنه شوې ده. تر چاودنې وروسته سم د لاسه چې د ډزو غږونه هم اورېدل کېدل، پوليس سيمې ته لاړل او کلابنده يې کړه."
وسلهوالو طالبانو د دې حملې مسووليت منلى دى.
دغې امنيتي کمپنۍ ويلي چې دوى په کابل کې د هغو دفترونو امنيت ساتي چې د بريتانيا مربوط دي.
په عین حال کې په کابل کې د ملي امنیت د پخواني رئیس امرالله صالح پر کور هم پرون یوه وسلهواله حمله وشوه چې د هغه ساتونکو شنډه کړه.
پهدې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د ښاغلي صالح پر کور دغه حمله داسې مهال وشوه چې د ملي امنیت د ادارې بل پخوانی رئیس رحمت الله نبیل د هغه مېلمه و.
ښاغلي نبیل په ټويټر لیکلي چې دوی دواړه روغ رمټ دي.
د افغانستان چارواکي وايي، په کابل کې پرونۍ چاودنې لږ تر لږه ١٠ کسان وژلي او ١٩ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
حمله د صنعتي پارکونو ساحې ته څېرمه د امنيتي قرارداديانو پر يوه کمپاونډ شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وويل، تر موټر بم حملې وروسته نامعلوم شمېر وسلهوال کمپاوند ته ننوتلي وو او له افغان امنيتي ځواکونو سره يې وسلهواله هم کړې ده.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ازادي راډيو ته وويل، حمله د «G4S» په نوم يوه "پوځي کمپ" ته نيږدې شوې ده.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"د صنعتي پارکونو په ساحه کې د بهرنيو ځواکونو پر «G4S» کمپ موټر بم چاودنه شوې ده. تر چاودنې وروسته سم د لاسه چې د ډزو غږونه هم اورېدل کېدل، پوليس سيمې ته لاړل او کلابنده يې کړه."
وسلهوالو طالبانو د دې حملې مسووليت منلى دى.
ځينو سرچينو ويلي، د حملې هدف د «G4S» په نوم يوه بريتانوۍ امنيتي قراردادي کمپنۍ وه.
دغې امنيتي کمپنۍ ويلي چې دوى په کابل کې د هغو دفترونو امنيت ټينګوي چې د بريتانيا مربوط دي.