د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې اکثره مطالب په جنیوا کې د افغانستان په اړه پرانیستل شوي نړیوال کنفرانس ته ځانګړي شوي دي.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د جنیوا په کنفرانس کې افغان حکومت باید د لافو پر ځای د سولې پر موضوع ټینګار وکړي او له نړیوالې ټولنې وغواړي چې د سولې د هڅو په بریالي کولو کې له افغانانو سره همکاره شي.
ورځپاڼې لیکلي دي، که سوله نهوي، نو که حکومت څومره هم د خپلو لاسته راوړنو په اړه وضاحتونه ورکړي، څوکیې ورسره نهمني او دا ځکه چې په ناامنۍ کې پرمختګ امکان نهلري.
ورځپاڼې وړاندې له نړیوالو هم غوښتي دي چې یوازې د افغان حکومت له خولې مسایل وانهوري، ځکه خلک پوهېږي چې افغان مشران به نړۍ ته هر څه ګل او ګلزار وښیي، حال دا چې افغانستان په ستونزو کې راګېر هېواد دی او نړیوال باید دغه حالت له غیر حکومتي سرچینو څخه واوري.
ورځپاڼه لیکي:
یوازې دغه کار کولای شي چې نړیوالو ته د افغانستان رښتینی انځور ورکړي، څو هغوی د حقایقو په رڼا کې خپلې مرستې تنظیمې کړي.
- مسیر
مسیر ورځپاڼې لیکلي دي، د جنیوا کنفرانس داسې مهال جوړ شوی چې افغان حکومت د بروکسل د غونډې اکثره ژمنې نهدي عملي کړي، ناامني پراخه شوې ده او د سیګار د یو راپور له مخې طالبانو ۱۲ سلنه نوره خاوره هم تر خپل کنټرول لاندې راوستلې ده.
ورځپاڼه لیکي:
حکومت د قانون د حاکمیت په برخه کې لازیات ناکام دی او د حقوقپوهانو د یوې څېړنې له مخې د هېواد د اساسي قانون ۹۶مه ماده تر پښو لاندې شوې حال دا چې د رڼو انتخاباتو په اړه هم د حکومت ژمنه مسخره شوې ده او د فساد پر ضد مبارزه یوازې د خبرو تر حده پاتې ده.
ورځپاڼې لیکلي چې د حکومت دغه ناکامي د دې سبب کېږي چې نړۍ افغانستان ته نورې مرستې ورنهکړي او یا یې هم کمې کړي او همدا لامل وو چې هغوی پر افغانستان غږ وکړ چې لګښتونه کم کړي او پر ځان بسیا شي.
ورځپاڼې وړاندې دې ته هم اشاره کړې چې د افغانستان په اړه د امریکا سیاست هم د بدلېدو په حال کې دی او د سیاسي دلایلو له مخې نور نو له افغانستان سره پخوانۍ مرسته نهکوي.
جنیوا کې افغانستان له نړۍ د ګډ ګواښ د لهمنځه وړلو غوښتنه کوي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې د جنیوا په کنفرانس کې افغانستان له نړۍ د ګډ ګواښ د لهمنځه وړلو غوښتنه کوي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې په افغانستان کې د بیارغونې او بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې پرمختګ ښه دی، خو د ترورېزم پر خلاف په مبارزه کې لا هم ستونزې موجودې دي.
ورځپاڼه لیکي:
ترهګرې ډلې چې د ځینو هېوادونو او کړیو لهخوا یې ملاتړ کېږي، لا هم افغانستان، سیمه او نړۍ ګواښي او افغانستان د دغه ګډ دښمن د لهمنځه وړلو لهپاره د نړیوالې ټولنې همکاري غواړي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې د جنیوا کنفرانس په اړه خپل بحث پهدې پوښتنې پیل کړی چې د جنیوا کنفرانس افغانستان ته پیسې ورکوي او که حساب غواړي؟
ورځپاڼې د خپل بحث په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو بیان راخیستی دی چې ویلي یې دي د جنیوا کنفرانس د افغانستان د حکومت لهپاره یو ښه فرصت دی، څو خپل پرمختګونه نړیوالو شریکانو ته وړاندې کړي.
ورځپاڼه لیکي چې په بیان کې دا کنفرانس په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د څو لسیزو شخړو د لهمنځه وړلو لهپاره د نړیوالې ټولنې ژمنه او پیغام بلل شوی دی.